د اسلام د پیغمبر کارتون جوړوونکی 'کُرټ وسټرګارډ' د ۸۶ کالو په عمر مړ شو

Danish cartoonist Kurt Westergaard

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، وسټرګارډ یوې ډنمارکۍ ورځپاڼې ته کارتونونه جوړول

د کُرټ وسټرګارډ په نامه هغه ډنمارکی کارتونېست، چې د اسلام د پیغمبر محمد (ص) کارتونونو یې د نړۍ لروبر کې د میلیونونو کسانو غوسه او غبرګون پارولی و، د ۸۶ کالو په عمر مړ شوی.

د وسټرګارډ کورنۍ د یکشنبې پر ورځ ځایی رسنیو ته ویلي چې نوموړی له اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شوی.

هغه له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د سخت دریځې (جیلانډس پوسټن) ورځپاڼې لپاره کارتونونه جوړول.

په ۲۰۰۵ کال کې وسټرګارډ په همدې ورځپاڼه کې د اسلام د پیغمر محمد (ص) کارتون خپور کړ، چې ورسره دی په ټوله نړۍ کې خلکو وپېژانده.

یادې ورځپاڼې هغه مهال ټولټال دولس کارتونونه خپاره کړي، چې له ډلې یې د وسټرګارډ هغه تر ټولو پاروونکی بلل شوی و.‌

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې میلیونونو کسانو دا کارتونونه د مسلمانانو 'قصدي سپکاوی' بللی و.‌

له خپرېدو وروسته یې په ډنمارک او ټوله نړۍ کې له تاوتریخوالي‌ ډک احتجاجونه وشول، ګڼو پلازمېنو کې د ډنمارک پر سفارتونو بریدونه وشول او لسګونه کسان ووژل شول.‌

وروسته همدا پاروونکي کارتونونه د 'چارلي هبډو' په نامه فرانسوۍ مجلې هم خپاره کړل.

په ۲۰۱۵ کال کې د یادې مجلې پر دفتر په یوه وسلوال برید کې دولس کسان ووژل شول.

کابل کې لاريون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۱۵ کال کې په کابل کې لاريون

پخپله کُرټ وسټرګارډ ته هم د مرګ ګواښونه او پرې بریدونه وشول، چې له کبله یې نوموړی د څه مودې لپاره پټ شو.

خو وروسته یو ځل بیا راښکاره شو او د ژوند تر پایه تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې په یوه ځانګړي کور کې اوسېده.

نوموړي په ۲۰۰۸ کال کې رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو، پر خپلو کړنو هېڅ پښېمان نه دی.

د هغه په وینا، کارتونونو یې د اسلام او لویدیځې ټولنې د ارزښتونو په اړه یو ډېر مهم بحث پیل کړی.