جي ۷ سرمشریزه د کورونا واکسین او اقلیمي بدلون په اړه ژمنو سره ختمه شوه

د عکس سرچینه، Reuters
د انګلستان په سویل لویدېځ کې د جي ۷ صنعتي هېوادونو سرمشریزه له دې ژمنې سره پای ته ورسېده چې تر راتلونکي یو کال پورې به بې وزله هېوادونو ته د کورونا ضد یو میلیارد ډوزه واکسین ورکوي.
د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن وویل موخه دا ده چې د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه هرڅوک واکسین شي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل د روان ۲۰۲۱ میلادي کال تر پایه به ۲۰۰ میلیونه ډوزه د کورونا ضد واکسین بې وزله هېوادونو ته ورکړي.
دغه راز د اقلیم د بدلون په اړه ښاغلي جانسن ویل، جي ۷ هېوادونه سره سلا شول چې د کال ۱۰۰ ملیارده ډالر بې وزلو هېوادونو ته ورکړي چې کاربن کم کړي او له نړیوالې تودوخې سره مبارزه وکړي.
د امریکا ولسمشر هم وویل چې د امریکا پخواني ولسمشر ګومان کاوه چې نړیواله تودوخه ستونزه نه ده خو په وینا یې دا یوه جدي ستونزه ده چې بشریت ورسره مخامخ دی.
د ښاغلي بایډن په وینا امریکا اوس بېرته د اقلیم له بدلون سره مبارزې ته ستنه شوې او په بشپړه توګه په کې ښکیله ده.

د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل خوښي څرګنده کړه چې امریکا یو ځل بیا د اقلیم د بدلون په اړه د پاریس تړون ته ژمنه شوه او په وینا یې دا په دې برخه کې د جي ۷ هېوادونو چارې اسانوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن روسیې سره د امریکا د اړیکو په هکله هم ویل چې اوس مهال تر ټولو ټیټې کچې کې دي خو په وینا یې دوی غواړي چې د ستونزو د هوارولو لپاره په ګډه کار وکړي نه دا چې کړکېچ رامنځ ته کړي.
د نوموړي په وینا روسیه په داسې کړنو کې ښکیله وه چې له نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې وې خو ډېرې برخې شته چې له روسیې سره پرې ګډ کار کېدای شي.
ښاغلي بایډن د چین په اړه هم وویل چې اختلافات سره لري خو په هغو مواردو کې چې همکاري سره کولای شي همکاري کول غواړي.
دغه راز د دې درې ورځنۍ سرمشریزې په وروستې اعلامیه کې د جي ۷ هېوادونو مشرانو ویلي هغه تګلارې به وننګوي چې په نړیوال اقتصاد کې عادلانه او رڼې چارې تر اغیز لاندې راولي.
مشرانو پر چین غږ وکړ چې په سینکیانګ کې بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د امریکا ولسمشر چې په خبري غونډه کې غږېده چین باید د بشري حقونو په برخه کې بامسوولیته چلن کول پیل کړي.
جي ۷ ته د چین حکومت ځواب

د عکس سرچینه، Reuters
تر دې وړاندې د جي ۷ هېوادونو لخوا بېجېنګ سره د سیالۍ نوي پلان ته په اشارې چین ویلي وو هغه ورځې لاړې چې د هېوادونو یوې ''کوچنۍ'' ډلې به د نړۍ د برخلیک په اړه پرېکړه کوله.
په لندن کې د چین د سفارت د ویاند له خوا دا څرګندونې داسې مهال وشوې چې د جي ۷ هېوادونو مشران د چین له پراخېدونکي اغېر سره سیالۍ لپاره په یو ګډ پلان سلا شول.
د نړۍ ۷ سترو صنعتي هېوادونو 'جي - ۷ ' له چین سره د سیالۍ په پار له لږ او متوسط عاید لرونکو هېوادونو سره د مناسبې اډانې یا بنسټیزو پروژو په رغاونه کې د مرستې پلان تصویب کړی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، دی غواړي د امریکا په ملاتړ دغه پلان چې د 'غوره نړۍ بیا رغاونې ' یا 'بي ۳ ډبلیو ' نوم ورکړل شوی، د چین یوه ورته پلان معیاري بدیل شي.
د یادونې ده چې د چین "د سړک او کمربند نوښت ' 'بي ار ای ' په ډېرو هېوادونو کې د ریل ګاډي، لویو لارو او بندرونو په رغاونه کې مرسته کړې.
خو پر دې پروګرام داسې نیوکې هم شته، چې ګواکې پر ځینو هېوادونو پورونه انباروي.
خو اوس د رویټر خبري آژانس په لندن کې د چین د سفارت د یوه ویاند له قوله ویلي ''هغه ورځې لاړې چې د نړۍ د برخلیک په اړه به د هېوادونو یوې کوچنۍ ډېلې پرېکړې کولې.''
د سفارت ویاند زیاته کړې چې ''موږ پر دې باور یو چې هېوادونه که لوی وي یا کوچني، پیاوړي که کمزوري، بډایه وي او که بې وزله، ټول برابر دي او نړیوالې چارې باید د سلا مشورو له لارې پرمخ یوړل شي.''
لویدیځ تر دې دمه د چین په تړاو څه کړي؟

د عکس سرچینه، Reuters
امریکا او متحدان یې د چین حکومت سینکیانګ ولایت کې پر خلکو د جبري کار او نورو بشري سرغړونو تور پورې کوي چې له امله یې د امریکا متحدو ایالتونو، اروپايي ټولنې، بریتانیا او کاناډ د روان کال لومړیو کې د چین خلاف همغږه بندیزونه اعلان کړل.
په دغو بندیزونو کې چې د شتمنیو کنګل کېدل او سفري محدودیتونه پکې شامل دي، د چین د واکمن کمونیست ګوند جګپوړي چارواکي په نښه شوي.
دغه چیني چارواکي د اویغور مسلمانانو خلاف په جدي بشري سرغړونو تورن دي.
تر یو میلیون ډېر اویغوریان او نور لږکي د چین د شمال ختیځ سینکیانګ ولایت کې په جوړو شویو پنډغالو کې بندیان دي.
د چین حکومت تورن دی چې اویغوریانې ښځې جبرآ شنډوي او ماشومان له خپلو کورنیو جلا کوي.
بي بي سي تېره فبرورۍ دغو پنډغالو کې پر بندیانو د سیستماتیکو جنسي تېریو، ځورونو او ربړونو لومړی لاس څېړنیز مالومات خپاره کړي وو.
د یادونې وړ ده چې چین هم په ځوابي اقدام کې پر ځینو اروپايي چارواکو ورته بندیزونه لګولي.









