د نړۍ سل پخواني مشران: د بې وزله هېوادونو د کورونا واکسین لګښت دې 'جي ۷' ورکړي

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د نړۍ سلو پخوانیو لومړیو وزیرانو، ولسمشرانو او بهرنیو چارو وزیرانو له اوو سترو اقتصادي هېوادونو 'جي ۷' غوښتي چې ‍د کورونا نړیوال واکسیناسیون لګښت ته د اوږې په ورکولو سره مرسته وکړي چې د دغه وېروس د نورو نویو بڼو مخه ونیول شي او بیا نړۍ ته په سرخوږي وانه وړي.

دا غوښتنه بریتانیا کې د جي اووه هېوادونو د سرمشریزې په درشل کې رامخ ته شوې ده، چې د جمعې په ورځ جوړېږي.

په دې ناسته کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان مشرانو سره ګډون کوي.

د نړۍ پخوانیو مشرانو په یوه لیک کې جې اووه ډلې ته لیکلي چې که څه هم په ۲۰۲۰ کال نړیواله همکاري بریالۍ نه وه، خو سږ کال کېدای شي د یوه نوي پړاو لپاره پیلامه وګرځي.

په دغه لیک کې راغلي چې د جي اووه او جي شل ډلو لخوا د نړۍ له بې وزلو او منځ عایده (د منځني عاید لرونکو) هېوادونو سره د کورونا واکسین مرسته د دغو ډلو د ټولو غړو هېوادونو له ستراتېژیکو کټو سره اړخ لګوي.

د بریتانیا پخوانیو لومړیو وزیرانو ټوني بلېیر او ګورډون براون، د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي بان کي مون او د افریقا پینځلسو پخوانیو مشرانو هم دا لیک - لاسلیک کړی دی.

د دوی غوښتنه دا ده چې د نړۍ اووه ستر اقتصادي هېوادونه باید تر راتلونکو دوو کلونو هر کال ۳۰ میلیارد ډالر ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس خلاف مبارزې او مقابلې ته ځانګړي کړي.

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډون براون ویلي: "د بریتانیا وګړو لپاره د دې کار لګښت هره اوونۍ ۳۰ پنسه (۴۳ سنټه) کېږي. دا د نړۍ په کچه د روغتیايي بیمې د ترلاسه کېدو لپاره ډېر کم لګښت دی."

له دې سره هممهاله د Save The Children مرستندویه سازمان لخوا د یوې نوې نظر پوښتنې پایلې ښيي چې امریکا، بریتانیا او فرانسه کې خلک د جي ۷ ډلې لخوا د کورونا د نړیوال واکسیناسیون د لګښت د پرې کېدو کلک ملاتړ کوي.

د دې سروې له مخې دا طرحه په امریکا او بریتانیا کې د ۷۹ او فرانسه کې د ۶۳ سلنه خلکو له عمومي ملاتړ برخمنه ده.