جي ۷ سرمشریزه کې د چین له اغېز سره د سیالۍ 'پلان ومنل شو'

د عکس سرچینه، Leon Neal/PA Media
د نړۍ ۷ سترو صنعتي هېوادونو 'جي - ۷ ' له چین سره د سیالۍ په پار له لږ او متوسط عاید لرونکو هېوادونو سره د مناسبې اډانې یا بنسټیزو پروژو په رغاونه کې د مرستې پلان تصویب کړی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، دی غواړي د امریکا په ملاتړ دغه پلان چې د 'غوره نړۍ بیا رغاونې ' یا 'بي ۳ ډبلیو ' نوم ورکړل شوی، د چین یوه ورته پلان عالي معیار لرونکی بدیل شي.
د یادونې ده چې د چین 'دایروي او سړک نوښت ' 'بي ار ای ' په ډېرو هېوادونو کې د ریل ګاډي، لویو لارو او بندرونو په رغاونه کې مرسته کړې.
خو پر دې پروګرام داسې نیوکې هم شته، چې ګواکې پر ځینو هېوادونو پورونه انباروي.
د بریتانیا په کارنیوال کې د جي ۷ سرمشریزې ګډونوالو په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی به 'پر اصولو ولاړه، عالي معیار لرونکې او شفافه ' ملګرتیا وړاندې کړي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې د جي ۷ دې پلان کې به څنګه پانګونه کېږي.
د امریکا متحدو ایالتونو په ځانګړي ډول د چین پر 'پور ورکولو دیپلوماسۍ ' نیوکه کړې.
د نړۍ دې ۷ پرمختللیو اقتصاد لرونکو ولسواکو هېوادونو سرمشریزه کې دغه راز په راتلونکي کې د وبايي ناروغیو مخنیوي یوه پلان تصویب تمه هم کېږي.
دې اقداماتو کې د واکسین چمتو کېدو لپاره د مودې راکمول او له ۱۰۰ کالو د کم عمره کسانو لپاره د کوویډ - ۱۹ درملنه هم شامله ده.
د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن د خپل هېواد د کارنیوال سیمې په یوه تفریح ځای کې د دې درې ورځنۍ غونډې کوربتوب کوي.
بایډن لوېدیځ د چین خلاف یووالي ته وباله

د عکس سرچینه، PA Media
له دې مخکې د امریکا د ولسمشر جو بایډن یوه مرستیال بي بي سي ته ویلي نوموړی به نن 'شنبه د جون ۱۲مه ' د جي ۷ هېوادونو د سرمشریزې په دویمه ورځ له لویدیځو هېوادونو وغواړي چې د چین د پراخېدونکي نفوذ پر وړاندې یو موټی شي.
امریکا او متحدان یې د چین حکومت سینکیانګ ولایت کې پر خلکو د جبري کار او نورو بشري سرغړونو تور پورې کوي.
لویدیځ تر دې دمه د چین په تړاو څه کړي؟

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحدو ایالتونو، اروپايي ټولنې، بریتانیا او کاناډ د روان کال لومړیو کې د چین خلاف همغږه بندیزونه اعلان کړل.
په دغو بندیزونو کې چې د شتمنیو کنګل کېدل او سفري محدودیتونه پکې شامل دي، د چین د واکمن کمونیست ګوند جګپوړي چارواکي په نښه شوي.
دغه چیني چارواکي د اویغور مسلمانانو خلاف په جدي بشري سرغړونو تورن دي.
تر یو میلیون ډېر اویغوریان او نور لږکي د چین د شمال ختیځ سینکیانګ ولایت کې په جوړو شویو پنډغالو کې بندیان دي.
د چین حکومت تورن دی چې اویغوریانې ښځې جبرآ شنډوي او ماشومان له خپلو کورنیو جلا کوي.
بي بي سي تېره فبرورۍ دغو پنډغالو کې پر بندیانو د سیستماتیکو جنسي تېریو، ځورونو او ربړونو لومړی لاس څېړنیز مالومات خپاره کړي وو.
د یادونې وړ ده چې چین هم په ځوابي اقدام کې پر ځینو اروپايي چارواکو ورته بندیزونه لګولي.

د عکس سرچینه، Reuters
کوویډ-۱۹ لپاره پلان څه دی؟
ټاکلې د جې اووه هېوادونو مشران د شنبې پر ورځ د کاربیس خلیج اعلامیه خپره کړي. د دې اعلامیه موخه دا ده چې راتلونکې کې کوویډ-۱۹ ته د ورته وباګانو په وسیله د بشري او اقتصاد کړکېچ د تکرار مخه ونیول شي.
د امریکا د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تر دې دمه ټوله نړۍ کې له ۱۷۵ میلیونو ډېر کسان په کورونا وېروس اخته او له ۳ اعشاره ۷ میلیونو ډېر نور د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اړوندو ستونزو له کبله مړه شوي دي.
د جې ۷ اعلامیه به د ورته وباګانو د مخنیوي لپاره ځېنې ګامونه اعلان کړي چې مهم یې دا دي:
- د واکسین د تولید او د واکسین جوړولو د جواز د صادرېدو لپاره د اړین وخت راکمول.
- د راتلونکو احتمالي وباګانو او ناروغیو لپاره تر سلو کمو ورځو کې د تشخیص او درملنې د لارو چارو موندل.
- د نړیوالو څارونکو شبکو او د جینومیک ترتیب د ظرفیت پیاوړتیا.
- د نړیوال روغتیايي سازمان (ډبلیو ایچ او) د اصلاحاتو او پیاوړتیا ملاتړ.
تمه ده چې په دې اعلامیه کې د حکومتونو او علمي مراکزو په ګډون د بېلابېلو ادارو د یوې نړیوالې متخصصې ډلې لخوا د چمتو شوي رپوټ سپارښتنې هم راونغاړل شي.
ټاکلې د شنبې ورځې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکتر تېدروس ګېبریسوس هم ګډون وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټینګار کړی چې "نړۍ د نویو وباګانو او وبايي خطرونو د پېژندلو لپاره یوه پیاوړي نړیوال څارونکي سیستم ته اړتیا لري."









