بلوچستان کې ولې یو کب په ۷۸۰ زره روپۍ پلورل شوی؟

بلوچستان

د عکس سرچینه، Ahmed Ali

د پاکستان بلوچستان کې کب نیونکي عبدالحق او ملګرو یې د ګوادر ساحلي سیمې له سمندره یو کب نیولی چې په ۷۸۰ زره روپیو بدل کې پلورل شوی دی.

د عبدالحق تربور راشد کریم بلوڅ وايي، عبدالحق او ملګرو یې دغه کب چې انګلیسي کې (Croaker) او په ځايي بلوچي ژبه کې کر نومېږي، په سمندر کې ایراني پولې ته له ۱۷ کیلومتره نژدې سیمې نیولی.

ګوادر کې د سمندري چاپېریال ساتنې ماهر عبدالرحیم بلوڅ وايي، ځینې کبان د خپلې غوښې له کبله په ښه بیه پلورل کېږي، خو په وینا یې د کروکر موضوع ځانګړې ده.

نوموړی وايي، کروکر په بدن کې یو ډول کڅوړه لري، چې (ایئر بلېډر) ورته وايي، کروکر په دې کڅوړه کې هوا ساتي چې پر مټ یې بې زحمته لامبو وهي او د ګرانې بیې لامل یې همدا ايئربلېډر دی.

نوموړی وايي، دغه کڅوړه په طبي چارو کې کاروول کېږي او په چین، جاپان او اروپا کې یې بازار تود دی. ښاغلی بلوڅ وايي، د کروکر کبانو ايئر بلېډر د انساني بدن په داخلي جراحۍ کې او په ځانګړې توګه د زړه عملیاتو کې د ټکونو لګولو یا ګنډلو لپاره کاروول کېږي.

په بلوڅي ژبه کې دې کب ته ولې د کر نوم ورکړل شوی؟

مچھلی، گوادر، بلوچستان، پاکستان

د عکس سرچینه، Rashid Karim

داسې ښکاري چې د خپل غږ له کبله ځايي خلکو دغه کب ته د کر نوم ورکړی. عبدالرحیم بلوڅ هم دغه فکر تاییدوي او په وینا یې کروکر د (کر، کر) غږونه کوي او ماهر کب نیونکي یې په اوبو کې شتون له همدې غږه معلوموي.

نوموړی وايي، کروکر د ساحلونو په ډبرینو سیمو کې د هګیو لپاره راځي او د غږ له اورېدو وروسته یې کب نیونکي جالونه خپروي. راشد کریم بلوڅ وايي، یو ساعت، نیم وروسته که د کب غږ بند شي، کب نیونکي جال ټولوي او نیول شوی کب بهر ته راباسي.