افغان کبان

د ویډیو تشریح، افغان کبان

افغانستان کې د کرنې او مالساتنې وزارت وايي، تېرو څو کلونو کې د کبانو روزنې صنعت غوړېدلی، او وايي تېرو دريو کلونو کې د کبانو روزنې ډېری فارمونه يا رزونځايونه بلخ، کندهار، هرات او کونړ کې جوړ شوي چې د کال ۱۱ زره ټنه کبان تولیدوي. ځينې بزګران وايي د کبانو روزنې پر چارو يې پوهاوی زيات شوی، خو لا اوس هم د کبانو توليد د غوښت پرتله کم دی، او له همدې امله افغانستان کې ميليونونه ډالر پر واردو شوو کبانو لګوي، چې تازه نه وي. نجيب پاڅون پرې له مزار شريفه راپور لري.