د اسیا ' تر ټولو ستر قاچاقبر' امستردام ښار کې ونیول شو

هالنډ

د هالنډ پولیس وايي، د اسټرالیا حکومت د جلب حکم له صادرېدو وروسته یې هغه کس نیولی چې ادعا کېږي د نشه يي توکو د یوې تر ټولو سترې ډلې مشر دی.

ویل کېږي چین کې زېږېدلی کاناډایی وګړی ـ سي چه لاپ - د هغې ډلې کمپنۍ مشر دی چې اسیا کې د نشه یي توکو د بې قانونه سوداګرۍ پر ۷۰ میلیارد ډالري بازار واکمنه ده.

سي چه لاپ د نړۍ د تر ټولو سترو فراریانو نوملړ کې ځای لري او د امستردام سکیپول هوايي ډګر کې نیول شوی دی..

اسټرالیا چې د نوموړي محاکمه غواړي له هالنډ به یې د سپارلو غوښتنه وکړي.

د اسټرالیا فدرال پولیس باوري دي دا کمپني چې په "سم ګر سنډیک" مشهوره ده دغه هېواد ته د ۷۰ سنلې نشه يي توکو د واردولو مسووله ده.

۵۶ کلن سي چه لاپ د مکسکو د ستر قاچاقي په ال چاپو مشهور خواکین ګوزمن سره پرتله کېږي.

د رپوټونو له مخې، اسټرالیايي پولیسو له یوې لسیزې ډېر وخت راهیسې د سي چه لاپ د نیولو هڅه کوله او تېره جمعه کاناډا ته د تلو پر مهال ونیول شو.

د هالنډ پولیس خپل بیان کې د ښاغلي سي له نوم یادولو پرته وایي چې پر ۲۰۱۹ کال د دغه کس د جلب حکم شوی و.

دوی وايي، دا کس یې د نړیوالو پولیسو په مرسته نیولی دی.

د هالنډ د پولیسو ویاند د جمعې په ورځ وویل: "هغه د تر ټولو سترو فراریانو نوملړ کې و او د ترلاسه شویو استخباراتو له مخې مو ونیو. "

سي چه لو د مکسیکو له ال چایو سره پرتله کېږي. انځور د ال چاپو دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سي چه لو د مکسیکو له ال چاپو سره پرتله کېږي. انځور د ال چاپو دی.

رویټرز خبري اژانس پر ۲۰۱۹ کال د سې په هکله د ځانګړو پلټنو نتیجه خپره کړه، چې پکې نوموړی د اسیا تر ټولو ستر فراري بلل شوی دی.

دا اژانس د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې لیکلي وو: "یوازې د متامفتامین د پلور له پلوه د سنډیکا عاید پر ۲۰۱۸ کال ښايي ۱۷ میلیارد ډالرو ته رسېد. "

د سې د نیولو لپاره په کونګور مشهور عملیات د اسټرالیا د پولیسو په لارښوونه د څو وچو د شلو ادارو په همکارۍ تر سره شول.

ګنګوسې دي چې ښاغلي سې وروستو کلونو کې د مکاو، هنکانګ او تایوان ترمنځ تګ راتګ درلود.

نوموړی په ۱۹۹۰ لسیزه کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور امریکا کې نیول کېډو سره ۹ کاله بندي شوی دی.

اسټرالیايي رسنۍ د نوموړي نیول وروستیو دوو لسیزو کې فدرال پولیسو "ډېره مهمه" بریا بولي.