برېګزېټ: له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو په اړه پر څه پوهېږئ؟

د عکس سرچینه، DOWNING STREET
بریتانیا او اروپايي ټولنه بالاخره پر داسې سند هوکړې ته ورسېدل چې د دوی راتلونکي اړیکي تعریفوي.
بریتانیا د تېرې جنورۍ پر ۳۱مه رسمآ له اروپايي ټولنې له وتلو راهیسې دغه بلاک سره د راتلونکو اړیکو لپاره د نویو اصولو پر څرنګوالي خبرې کولې.
د دې هوکړې په اړه پر څه پوهېږو؟
په دې نوې هوکړه کې د بریتانیا او اروپايي ټولنې د ګډ ژوند، کار، او سوداګرۍ د څرنګوالي لپاره لارې چارې او اصول را ټول شوي دي.
تر اوسه موږ د دې هوکړې پر ټولو جزیاتو نه پوهېږو ځکه بشپړ سند یې چې ښايي تر ۱۰۰۰ پاڼو ډېر وي، لا نه دی خپور شوی.
خو پر څه چې پوهېږو هغه دا دي:
- د دواړو خواو ترمنځ له پولې پر اوښتونکو سوداګریزو توکو ټکس نشته (تعرفه یې بولي)
- د دواړو خواو ترمنځ د سوداګریزو توکو حجم محدود نه دی (ونډې یې بولي)
د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا وون دېر لیین ويلي د سوداګریزې سیالۍ اصول داسې طرح شوي چې د یوه اړخ د ناعادلانه ګټو مخه نیسي - "عادلانه به وي او همداسې به پاتې کېږي".
هغې زیاته کړې چې بریتانیا او اروپايي ټولنه به "د اقلیم د بدلون، انرژۍ، امنیت او ټرانسپورټ په څېر د دوه اړخیزو ګټو ټولو برخو کې ګډ کار ته دوام ورکوي".
پر دې هم پوهېږو چې بریتانیا به د محصلانو لپاره په ېراسموس پروګرام کې برخه نه اخلي.
دا هوکړه ولې دومره وځنډېده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ځکه چې موضوعات ډېر وو.
خو دا هوکړه په ځنډ شوې او اروپايي پارلمان به یې د کال تر پای وړاندې د لاسلیکولو وخت ونه مومي.
اروپايي ټولنه د بریتانیا تر ټولو نږدې او ستره سوداګریزه ملګرې ده. د بریتانیا حکومت وايي په دې هوکړه کې خپلمنځي سوداګري رانغاړل شوې چې ارزښت یې په ۲۰۱۹ کال څه باندې ۹۰۶ میلیارد ډالرو ته رسېده.
کله چې بریتانیا د اروپايي ټولنې غړې وه - کمپنیو یې کولی شول د تعرفو له ورکړې پرته د اروپايي ټولنې د پولو دننه توکي وپېري او وپلوري.
که تړون نه وای کاروباریان اړ وو دغه مالیات ورکړي چې د توکو بیې ورسره لوړېدلې.
له تړون پرته به پر پوله پلټنې هم ډېرې وای چې دواړو خواو ته د توکو لېږدوونکي موټر ورسره ځنډېدل.
راتلونکي ګامونه به څه وي؟

د عکس سرچینه، PA Media
که څه هم پر دغه تړون هوکړه شوې، خو اوس باید پر قانون واوړي.
د دغه کار لپاره اړتیا ده چې دا هوکړه د بریتانیا او اروپايي ټولنې د پارلمانونو لخوا وکتل او تایید شي.
خو دا هوکړه په ځنډ شوې او اروپايي پارلمان به یې د کال تر پای وړاندې د لاسلیکولو وخت ونه مومي.
که څه هم د اروپايي پارلمان لخوا د دغه تړون رسمي تایید او ټاپه کېدل ښايي وخت وغواړي، خو دا چارې باید د راتلونکې جنورۍ له لومړۍ د دغه نوي تړون د پلي کېدو مخه هم ونه نیسي.
د بریتانیا حکومت بیا له خپله اړخه ویلي چې د پارلمان غړي به دغه تړون ته د رایو لپاره د ډسمبر پر ۳۰مه بېرته ور وغواړي.
که دا کار کېږي نو د بریتانیا پارلمان به هم په ډېر غور د دغه تړون د ټولو جزیاتو کتلو او پر هغو بحث ته ډېر وخت ونه لري.
په لنډو کې، که څه هم اوس دواړه خواوې ډاډه دي چې ترمنځ یې هوکړه شته، خو خلک او کاروباریان د جنورۍ له لومړۍ دغو نویو بدلونونو ته د ځان چمتو کولو لپاره ډېر وخت نه لري.
اروپايي ټولنه او بريګزيټ

د عکس سرچینه، Reuters
اروپايي ټولنه له ۲۷ اروپايي هېوادونو جوړه ده.
د دې ټولنې د غړو هېوادونو وګړي ازاد دي چې یو د بل هېواد کې ژوند او کار وکړي. کمپنۍ یې هم پر پولو د اضافي ټکس او مالیو له ورکړې پرته - پر یو بل څه پلورلی او یا یې ترې پېرلی شي.
بریتانیا لومړنی هېواد شو چې له دې ټولنې یې د وتلو پرېکړه وکړه چې دا 'بريګزیټ' یا د بریتانیا وتل وبلل شول.
د بريګزيت پروسه ځکه پیل شوه چې د بریتانیا وګړو د ۲۰۱۶ کال د جون ټولپوښتنه کې له اروپايي ټولنې وتلو ته رایه ورکړه.
۵۲ سلنه خلکو دې ټولپوښتنه کې برېګزېټ او ۴۸ سلنه اروپايي ټولنه کې پاتېدو ته رایه ورکړې وه.
د برېګزېټ ویي مانا

د عکس سرچینه، Reuters
وروستیو کلونو کې زموږ ستاسې ژوند ته ګڼ نوي ويي او اصطلاحات راننوتي. دا نوي اصطلاحات تر ډېره سیاستوالو کارولي او را ایستلي دي.
لاندې د ځینو ماناوې درسره شریکوو:
د انتقال موده: له اروپايي ټولنې عملآ د بریتانیا تر وتلو راوروسته ۱۱ میاشتنې موده (له ۲۰۲۰ کال سره یوځای پای ته رسېږي). بریتانیا په دې موده کې اړ وه چې د اروپايي ټولنې پر اصولو عمل وکړي، خو مشران یې یوه نوي تړون ته د رسیدو پر هڅو بوخت وو.
د ازادې سوداګرۍ تړون: دا هغه څه دي چې د اروپايي ټولنې او بریتانیا مشرانو پرې تازه هوکړه کړې ده. دا تړون پر توکو د ټکس په څېر له خنډونو پرته د هېوادونو ترمنځ سوداګري هڅوي.
د 'ډبلیو ټي او' اصول: که هېوادونه په خپلو کې د ازادې سوداګرۍ هوکړه نه لري بیا اړ دي چې د 'ډبلیو ټي او' یا د سوداګرۍ د نړیوال سازمان لخوا پر ټاکلو اصولو عمل وکړي، چې هغو کې پر سوداګریزو توکو ټکس هم راتلی شي.










