له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتل؛ دواړه لوري تاریخي هوکړې ته ورسېدل
بریتانوي چارواکي د اروپايي ټولنې له مسوولینو سره له دغې ټولنې د بریتانیا له وتلو وروسته یوې سوداګریزې هوکړې ته رسېدلي.
دغه هوکړه چې پر سر یې له میاشتو - میاشتو راهیسې خبرې کېدې، له اروپايي ټولنې د بریتانیا له وتلو وروسته د دغه هېواد او اروپايي ټولنې غړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ ته اصول ټاکي.
د بریتانیا لومړي وزیر دفتر په دې هکله ویلي:
''موږ بریګزیټ ته ورسېدو، او موږ اوس له هغو ټولو په زړه پورې اسانتیاوو ګټه اخیستلای شو، چې لاسرسی ورته لرو. ''
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن یوې خبرې غونډې ته وویل:
''موږ د خپلو قوانینو او برخلیک کنټرول بېرته ترلاسه کړ. ''
ښاغلي جانسن زیاته کړه، که څه هم خبرې (سختې) وې، خو په وینا یې دا د ټولې اروپا لپاره ښه زیری دی، چې کار، روزګار او خوشحالي به ورسره ډېر شي

د عکس سرچینه، Downing Street
بل لور ته د اروپايي ټولنې کمېسیون مشره اورسولا وون دیر لیین وايي، دا یوه (شفافه او متناسبه) هوکړه ده. نوموړې بروکسل کې یوې خبرې غونډې ته وویل:
''دا شفافه، متناسبه ده او داسې څه دي چې د دواړو لوریو لخوا په سمه توګه او په مسوولیت سره تر سره شول. ''
د اروپايي ټولنې کمېسیون مشره وايي:
''دا بحث تل د حاکمیت پر حق راڅرخېده. موږ باید له ځانه وپوښتو چې په ۲۱ پېړۍ کې حاکمیت حق څه مانا لري. دا په یوه داسې نړۍ کې چې له لویو طاقتونو ډکه ده، زموږ د قوت یو ځای کولو او په یوه خوله د خبرې کولو په مانا دی. دا په کړکېچنو حالاتو کې په یوازې سر پر خپلو پښو د درېدو پر ځای د یوه بل د لاسنیوي او راپورته کولو په مانا دی. ''

نوموړې زیاته کړه، ''اوس وخت دی چې پاڼه واوړي، راتلونکی په پام کې ونیول شي. '' او دا چې ''بریتانیا اوس هم یو باوري ملګری هېواد دی. '' د نوموړې په خبره د کب نیونې صنعت منتقلي لپاره پنځه نیم کاله موده په پام کې نیول شوې ده.
ویل کېږي، د انرژۍ، اقلیمي بدلون، امنیت او ټرانسپورټ په ګډون به یو شمېر برخو کې همکاري دوام کوي. د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن هیله څرګنده کړې، چې د هېواد پارلمان به یې د دسمبر پر ۳۰ مه دې هوکړې ته رایې ورکړې.
دغه راز باید یاده هوکړه د اروپايي پارلمان له لوري هم تایید شي. د بریتانیا اپوزېسیون ګوند لیبر پارټۍ چې ډېره تمه کېږي، دغه هوکړه به تایید کړي، ویلي په لنډ وخت کې به خپل رسمي غبرګون څرګند کړي.
داسې اندېښنې هم څرګندېږي چې دې سره به د ډېری وارد شویو توکیو بیې لوړې شي. په بریتانوي اوبو کې د اروپايي کښتیو کب نیونې پر موضوع خبرې تر وروستۍ شېبې پورې وغځېدې.
تر اوسه پورې دا هم معلومه نه ده، چې د نورو بریتانوي کاروبارونو لپاره به دا هوکړه څه مانا ولري. د تېر یوه کال موده کې چې د انتقال موده بلل کېده، شرکتونو له ۲۷ غړیو هېوادونو سره په عادي ډول راکړه ورکړه کوله.
غبرګونونه

د عکس سرچینه، Reuters
جرمني چې د روانې میاشتې تر پایه پورې د ټولنې مشري کوي، دغې هوکړې ته په غبرګون کې مخکښ و. جرمن لومړۍ وزیره اېنګلا میرکل وايي، دا دې هوکړې ته 'خوښه ' ده چې په څرګند ډول د راتلونکي لپاره د اروپايي ټولنې او بریتانیا اړیکي همغږې کوي.
د اسپانیا لومړی وزیر پیدرو سانشیز وايي، د هوکړې هرکلی کوي، خو په وینا یې بریتانیا او اسپانیا د بریتانیا جبرالټر سیمې ملکیت پر سر د جوړ جاړي لپاره تر اوسه په خبرو بوخت دي.
د ایټالیا لومړی وزیر ګیوزیفي کونتي باوري دی چې 'شفافه او متناسبه ' هوکړه شوې چې د اروپايي کاروبارونو او خلکو د حقونو ساتندویه ده.









