ایټالیا حکومت د تاریخي "کولوزیم" فرش بیا رغولو لپاره انجینر غواړي

Foreign tourists seen in the amphitheatre of the Colosseum

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کولوزیم ودانۍ دوه زره کاله پخوا جوړه شوې وه

د ایټالیا حکومت له انجینري شرکتونو غوښتي چې پلازمېنې روم کې د تاریخي "کولوزیم" د فرش بیا رغولو او د دې ودانۍ تاریخي برم او حیثیت بېرته را ژوندي کولو لپاره ورسره اړیکه ونیسي.

د دې پروژې لپاره ۲۲ نیم میلیونه ډالره بودیجه ځانګړې شوې ده او چارې به یې راتلونکی کال پیلېږي.

د دې قرارداد لپاره باید شرکتونه د راتلونکې فبرورۍ تر لومړۍ نېټې خپل پروپوزلونه حکومت ته ورکړي، او تمه کېږي چې پروژه به تر ۲۰۲۳ کاله بشپړه شي.

تمه کېږي چې په بیا رغول شوي فرش کې، چې ټوټې یې له ځایه خوځېدلی شي، پټې دروازې او لېفټونه هم وي.‌

د ایټالیا د کلتور وزیر ډاریو فرانسیشیني په یوه اعلامیه کې ویلي، دا بیا رغاونه یو ښه نظر دی او په ټوله نړۍ کې پرې بحثونه شوي‌ دي.

نوموړي ویلي: "دا به په لویه کچه د تکنالوژۍ کارېدنه وي. سیلانیان به نه یوازې وتوانېږي چې تر ځمکې لاندې خونې وګوري، بلکې کولی شي د کولوزیم په منځنۍ برخه کې ودرېږي او د ښایست ستاینه یې وکړي".

Image shows the Colosseum in Rome

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېر ۲۰۱۹ کال کې ۷ نیم میلیونه کسان د کولوزیم ودانۍ لیدو ته ورغلي وو

د کلتور وزارت ویلي، بیارغېدلی فرش، دروازې او نورې میخانیکي برخې یې باید دا وړتیا ولري چې په چټکۍ سره بندې شي او تر ځمکې لاندې برخې له بارانه وژغوري.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي، نوي فرش سره به سیلانیان وتوانېږي چې د لرغونې نړۍ د دې سمبولیکې ودانۍ په کارېدنه او فعالیت پوه شي.

چارواکي زیاتوي چې د نوي فرش راتلو سره د دې شونتیا شته چې په کولوزیم ودانۍ کې کنسرتونه او د تیاتر نندارې هم ترسره شي.

د کولوزیم ودانۍ، چې دوه زره کاله پخوا جوړه شوې وه،‌ هغه مهال په ټوله روم امپراتورۍ کې تر ټولو لوی تیاتر و.

په دغه ودانۍ کې به هغه مهال د ځواکمنو جنګیالیو یا "ګلډیئټرز" جګړې او نور تفریحي پروګرامونه ترسره کېدل.

کولوزیم لا هم د ایټالیا تر ټولو مشهوره تاریخي ودانۍ ده او یوازې په تېر ۲۰۱۹ کال کې یې ۷ نیم میلونه کسان لیدو ته ورغلي وو.