د ولسمشر ټرمپ امر: نوې دولتي ودانۍ باید 'ښایسته' وي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ امر کړی، چې راتلونکي کې باید په دغه هېواد کې فدرالي ودانۍ 'ښایسته ' او په کلاسیک یوناني، رومن او یا ورته بڼه چمتو شي.
دغه اجرايي امر کې ویل شوي، د تېرې پېړۍ اوږدو کې د امریکا ډېرې فدرالي ماڼۍ 'ظالمانه ' بڼه لري.
امر کې دغه راز راغلي، دولتي ودانۍ باید د سپینې ماڼۍ په څېر د امریکا 'په زړه پورې ' بڼه ولري. که څه هم دود پالي ښايي د دې اقدام هرکلی وکړي، ځینې نور بیا ورته خوښ نه دي.
د امریکا معمارۍ انسټیټیوټ وايي، دوی له دې اقدام سره مخالف دي او منتقدین وايي، د حکومت لپاره دا چاره 'غیر دیموکراتیکه ' ده چې د ودانیو لپاره یو ډول رسمي طرز یا بڼه ټاکي.
دغه امر ته 'د ښاري فدرالي ښایسته ودانیو ترویج ' نوم ورکړل شوی او له مخې به یې یوه نوې شورا رامنځته کېږي چې راتلونکي کې به ولسمشر ته د فدرالي ودانیو بڼې څرنګوالي په هکله مشورې ورکوې.
ولسمشر ټرمپ چې په ودانیزو چارو کې تجربه لري، د نومبر میاشتې ټاکنې جو بایډن ته بایلودې او اوس د یو څو اونیو لپاره په سپینه ماڼۍ کې د پاتې کېدو حق لري.
د نوموړي په امر کې ویل شوي، هغه ودانۍ چې دا وروستیو وختونو کې په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې چمتو شوې، د 'کلاسیک او عصري ودانیزو سبکونو یو ناانډوله ګډوله ده. ' په امر کې دغه راز راغلي چې له استثنا سره حکومت 'په پراخه کچه او په ښایسته انداز د ودانیو چمتو کول پرې ایښي دي. '
دې کې ویل شوي، د کلاسیک ودانیز سبک چارې (باید د زړه ماتې کېدو پر ځای وهڅول شي.) د پولیتزر جایزې ګټونکی معمار پاول ګولډبیرګیر وايي، د رسمي سبک لپاره د حکومت منځګړیتوب د ۲۱ پېړۍ له لیبرال دیموکراسۍ سره سم برابره چاره نه ده.
دې لړ کې لومړی په فبرورۍ میاشت کې یوه طرح وړاندې شوه چې د امریکا معمارۍ انسټیټوټ او د تاریخي اثارو خوندیتابه ادارې پرې اعتراضونه وکړل.
د دوشنبې پر ورځ انسټیټوټ وویل، ولسونه باید 'حق او مسوولیت ولري چې له خپلو اړتیاوو سره سم د ځان لپاره د ودانیو سبک غوره کولو پرېکړه وکړي. '

د عکس سرچینه، Getty Images
د ودانیزو چارو یو شمېر ماهرین بیا ادعا کوي چې حکومت پر عصري سبک د سترګو پټولو او د معمارۍ کلاسیک طرز لپاره د فشار له لارې غواړي ثابته کړي چې ګواکې د سپین پوستو کلتور او تاریخ برلاسي دي.
بل لور ته د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي بلومبرګ ته ویلي، پر دې موضوع یوې نظر پوښتنه کې اکثریت امریکایانو د ودانیو کلاسیک ډیزاین یا طراحي خوښه کړې ده.
د امریکا ښاري هنرونو ټولنې هم د دې نوښت هرکلی کړی. دوی وايي:
''امریکایان له ډېره وخته پوه دي چې کلاسیک ودانیز سبک نه یوازې ښایسته دی، بلکې د حکومت لپاره چې زموږ استازیتوب کوي، بنسټیز ارزښتونه ترسیموي. ''












