د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ ۱۱ کلونو کې ۹۲ زره ولسي افغانان د جګړې قرباني شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
نن د ډېسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ده، ملګري ملتونه هر کال دا ورځ د یوه شعار په ټاکلو لمانځي. سږنی شعار یې له کورونا وبا "ښه رغېدنه او د مبارزې لپاره بیا ځان چمتو کول" دی.
ملګري ملتونه وايي، ډېرېدونکې بېوزلي، زیاتېدونکو نابرابریو، سیستماتیک تبعیض او د بشري حقونو په خوندیتوب کې تشو، د کورونا وبا له کبله پیدا شوی کړکېچ لاپسې ډېر کړی دی.
ورته مهال د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي، په تېرو شاوخوا ۱۱ کلونو کې په دې هېواد کې څه باندې ۹۲ زره ولسي افغانان د جګړې قرباني شوي دي.
د دې کمېسیون ویاند ذبیح فرهنګ بي بي سي ته وویل، په دې کې نژدې ۳۱ زره کسان وژل شوي او څه باندې ۶۱ زره نور ټپیان دي.
نوموړی وايي، دوی توانیدلي چې همدومره کسان ثبت کړي او په دې باور دي چې د قربانیانو شمېر تر دې لا ډېر دی.
دغه کمیسیون پروسږ کال پر همدې ورځ د افغان جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه وکړه چې جګړه او وینه توېیدنه بس کړي او د جګړې د ختمولو لار یې بین الافغاني خبرې وبللې.
ملګري ملتونه وايي، له کورونا وبا وروسته اوسني او راتلونکي نسل ته د یوې ښکلې نړۍ د رامنځ ته کولو لپاره هر فرد مسؤلیت لري چې خپله ونډه ادا کړي.
د دې ورځې په مناسبت ملګري ملتونه وايي، یوازې هغه مهال خپلو ګډو موخو ته رسېدای شو چې ټولو انسانانو ته یو شان امکانات ورسېږي، هغه نیمګړتیاوې په نښه شي چې کووېد ۱۹ جوتې کړې دي او د ژورو او سیستماتیکو نابرابریو او تبعیض پروړاندې د بشري حقونو نړیوال معیارونه وکارول شي.

د عکس سرچینه، Reuters
ملګري ملتونه وايي، د ښې رغېدنې او د بشر د حقونو لپاره د مبارزې د غوښتنې هدف دا دی چې عام خلک، د ملګرو ملتونو نړیوال همکاران او د دې بنسټ نورې ادارې په دې هڅو کې ښکېلې شي او له کورونا وبا د ښې رغېدنې لپاره الهام بښونکې او د عملي بدلون بېلګې وړاندې کړي.
ملګري ملتونه وايي، یوازې د دې تشو په ډکولو او د بشري حقونو پرځای کولو سره له دې وبا بېرته عادي حالت ته ستنېدلی او د زغم دوامداره بهتره نړۍ رامنځته کولی شو.
ملګري ملتونه زیاتوي، د دې لپاره چې له دې وبا عادي حالت ته ستانه شو، باید د خلکو اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه خوندي شي او وده ورکړل شي.
د هر کال د ډیسمبر میاشت لسمه د بشري حقوقو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
دا ورځ له نن څخه ۷۲ کاله وړاندې په ۱۹۴۸ زېږدیز کال کې د ملگرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا د بشري حقوقو د نړیوالې ورځ په توګه وټاکل شوه چې تر ننه په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي.









