د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون: 'په جنګي جرمونو تورن طالب بندیان مه خوشي کوئ'

Getty

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې لاسلیک کېدو وروسته افغان حکومت کابو ۴۲۰۰ طالب او طالبانو د حکومت اړوند څه باندې ۸۰۰ بندیان خوشي کړي دي.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون د حکومت له لوري د هغو طالب بندیانو له خوشي کېدو سره مخالفت کړی، چې په جنګي جرمونو او بشر ضد کړنو تورن دي.

دغه کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې د بین الافغاني خبرو په پیلېدو کې ځنډ او د دواړو لوریو له خوا د بندیانو د تبادلې په بهیر کې شته ستونزو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

په دې خبرپاڼه کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له حکومت او طالبانو غوښتي، چې د جګړې اړوند بندیانو په اړه بشپړ جزئیات له خلکو سره شریک کړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د رسنیو د برخې مشر ذبیح الله فرهنګ بي بي سي ته وویل، د هغو ۵۹۲ طالب بندیانو- چې حکومت یې د نه خوشي کېدو خبره کوي، دوسیسې باید وڅېړل شي او بشري حقونو حالت یې په بشپړه توګه خلکو ته روښانه شي:

"د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون غواړي، دغه ۵۹۲ کسان چې لا نه دي خوشي شوي او حکومت یې هم د نه خوشي کولو خبره کړې، موږ غواړو چې د دوی د بشري حقونو وضعیت په اړه معلومات ولرو او په دې برخه کې د کمېسیون کارمنو ته د نظارت زمینه برابره کړي او ډاډمن شو چې بشري وضعیت یې له قانون او اصولو سره سم دی. بل خوا غواړو پوه شو چې په جنګي جرمونو تورن شوي او یا نور تورونه پرې لګول شوي وي او که څوک یې پرضد ادعا لري او ثبت کړې یې ده او که نه."

د بشري حقونو کمېسیون ټینګار کوي، چې د بندیانو خوشي کېدو په بهیر کې باید د جګړې قربانیانو حقونه په پام کې ونیول شي او د خوشي کېدونکو بندیانو د دوسیو ټول قانوني بهیر بشپړ کړای شي.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې لاسلیک کېدو وروسته افغان حکومت کابو ۴۲۰۰ طالب او طالبانو د حکومت اړوند څه باندې ۸۰۰ بندیان خوشي کړي دي.

خو حکومت د ۵۹۲ طالب بندیانو له خوشي کېدو ځکه انکار کړی، چې په وینا یې په انسان تښتونې، جنسي تېري، نشه يي توکیو په قاچاق او د ښځو په سنګسار تورن دي، خو طالبانو خپل یاد شمېر کسان سیاسي بندیان یاد کړي دي.

سولې خبرې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روان کال فبرورۍ پر ۲۹مه امریکا او طالبانو دوحه کې د سولې خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه

د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې راغلي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرو وړاندې باید افغان حکومت پنځه زره طالب بندیان او طالبان د افغان دولت زر سرتېري خوشي کړي.

د دې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې د افغانانو خپلمنځي خبرې درې میاشتې وړاندې پیل شوې وای.