د امریکا ټاکنې: د بایډن په بریا د خلیج عرب مشران له نوي واقعیت سره مخ دي

د عکس سرچینه، ANADOLU AGENCY
- Author, فرانک ګارډنر
- دنده, د امنیتي چارو خبریال
برتانیا کې د سعودي عربستان سفیر په داسې حال چې سترګې یې خپل ټلېفون ته واوښتې وویل: "ومې بښئ که یو څه سربداله ښکارم، د ویسکانسن پایلو ته سترګې په لار یم."
دا د اتو ورځو وړاندې کیسه ده چې لا نه پوهېدو په جنورۍ کې به څوک سپینه ماڼۍ کې وي.
جو بایډن بریالی اعلان شو او د سعودي غبرګون تر هغه ډېر وخت واخیست چې په تېرو ټاکنو کې یې د ډونلډ ټرمپ بریا ته ښودلی و.
د حېرانتیا وړ نه ده ځکه نږدې ملګری یې له لاسه ورکاوه.
سپینې ماڼۍ ته د جو بایډن تګ پر سعودي او د خلیج په نورو عرب هېوادونو پراخ اغېز درلودی شي.
له دې سیمې سره د امریکا ستراتیژیک شراکت ۱۹۴۵م کال ته ګرځي او احتمالا دوام به هم وکړي، خو ځینې داسې بدلونونه پر لار دي چې ښايي د خلیج ټول هېوادنه یې هرکلی ونه کړي.
د یوه ستر متحد بایلل

د عکس سرچینه، EPA
ډونلډ ټرمپ پر سعودي د واکمنې کورنۍ ستر متحد او ملاتړی و.
نوموړي واک ته تر رسېدو وروسته په ۲۰۱۷ کال د ولسمشر په توګه لومړی رسمي بهرنی سفر ریاض ته وکړ.
زوم یې، جارډ کوشنر د سعودي عربستان له ځواکمن ولیعهد محمد بن سلمان سره نږدې کاري اړیکې جوړې کړې.
په داسې حال چې د لوېدیځ نږدې ټولو مهمو استخباراتي ادارو محمد بن سلمان په ۲۰۱۸ کال د سعودي خبریال جمال خاشقجي په وژلو تورن ګاڼه - ډونلډ ټرمپ یې په بشپړ ډول له ملامتولو ډډه وکړه.
ډونلډ ټرمپ دغه راز پر ریاض د وسلو نه پلورلو په تړاو د کانګرس د غوښتنو پر وړاندې ودرېد.
نو سعودي او تر یوه ځایه متحد عرب امارات او بحرین هم سپینه ماڼۍ کې د خپل اصلي متحد د بایللو په حال کې دي.
ډېر څه ښايي بدل نه شي خو دلته هغو ټکو ته لنډه کتنه کوو چې د بدلېدو شونتیا یې ډېر ده.
د یمن جګړه

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما چې بایډن اته کاله ورسره مرستیال پاتې شوی - د یمن د حوثي ملیشې پر وړاندې د سعودي له جګړې راحت نه و.
د بارک اوباما د ولسمشرۍ تر پای ته رسېدو پورې، یمن کې د سعودي په مشرۍ ټلوالې د نږدې دوو کلونو هوايي بریدونو ملکي خلکو او زیربناو ته درانه زیانونه اړولي وو، خو پوځي برخه کې یې لاس ته راوړنې د پام وړ نه وې.
ولسمشر اوباما چې د دې جګړې په اړه د کانګرس پر ناخوښۍ پوهېده، سعودي سره پوځي او استخباراتي مرستې پرې کړې.
خو ډونلډ ټرمپ یو ګام شا ته واخیست او سعودي یې یمن کې ازاد لاس پرېښود.
اوس داسې ښکاري چې وضعیت پخواني حالت ته ګرځېدونکی دی.
د امریکا نوي ټاکلي ولسمشر جو بایډن په وروستیو کې د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا ته ویلي: "د سعودي په مشرۍ د یمن له ناورین زېږدونکې جګړې سره د متحدو ایالتونو ملاتړ پای ته رسوي او سعودي سره د امریکا اړیکي له سره ارزوي."
ښايي د جو بایډن د حکومت لخوا پر سعوديانو او د هغوی پر یمني ملګرو دې جګړې ته د حل لارو د موندلو فشار ډېر شي.
سعودي او امارات لا موده وړاندې پر دې پوهېدلي چې دا جګړه به هېڅکله پر پوځي بریا پای ونه مومي او پخپله له دې جګړې د وتلو لپاره دواړه د داسې لارې د موندلو په لټه کې دي چې له مخې یې حوثيان پر هغو ټولو سیمو واکمن پاتې نشي چې په ۲۰۱۵ کال د دوی د هوايي عملیاتو د پېلېدو پر مهال پرې واکمن وو.
ایران

د عکس سرچینه، EPA
د ایران اټومي هوکړه چې په سخته ترلاسه شوه - منځني ختیځ ته د بارک اوباما ستر میراث و.
د دې هوکړې پر نبسټ د ایران لخوا د اټومي فعالتونو د کمېدو او د اټومي تاسیساتو د څارل کېدو د اجازې بدل کې پر دغه هېواد بندیزونه لغوه شول.
خو ډونلډ ټرمپ دا "د تاریخ تر ټولو بده معامله" وبلله او متحد ایالتونه یې ترې واېستل.
اوس داسې ښکاري چې د هغه ځای ناستی دې هوکړې ته بېرته په یوه ډول د امریکا د ورستنولو هوډ لري.
دا ګام د سعودیانو د ناراحتۍ لامل ګرځي. ما تېر منی د سعودي عربستان د تېلو په تاسیساتو تر مبهمو راګټي بریدونو وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر په خبري کنفرانس کې برخه واخیسته چې هغه پکې د ایران پر اټومي هوکړه توندې نیوکې وکړې.
نوموړي وویل: "دا هوکړه ناورین زېږې وه"، ځکه د ده په وینا د ایران د ستراتیژیکو توغندیو پراخ پروګرام او دغه راز د منځني ختیځ په کچه د دغه هیواد د نیابتي ملېشو پراختیا پکې پام کې نه وه نیول شوې. (او راتلونکې کې هم نه نیول کېده.)
هغه وویل: "دا ټوله هوکړه د اوباما د دولت د نیمګړي میراث برخه ده چې د ایران له اړخه د پېښ ګواښ کچه پکې نه ده ارزول شوې."
سعودیانو او په خلیج کې د هغو ځینو متحدانو د روان کال جنورۍ عراق کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د ایران د سپاه پاسداران د بهرنیو عملیاتو د څانګې - قدس ځواک - د قومندان قاسم سلیماني د وژل کېدو هرکلی وکړ.
خو دوی اوس اندېښمن دي چې د سپینې ماڼۍ نوې اداره به ایران سره داسې معامله وکړي چې د دوی ګټې وسره کمېدای شي.
قطر

د عکس سرچینه، AFP
قطر خپله خاوره کې منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو سترې او له ستراتیژیک اړخه مهمې هوايي اډې - الودید - ته ځای ورکړی دی.
متحد ایالتونه له همدې اډې له سوریې نیولې تر افغانستان پورې د مرکزي قومندانۍ سیمه کې د ټولو هوايي عملیاتو لارښوونه کوي.
خو له دې سره سره قطر د سعودي ، متحدو عرب امارات، مصر او بحرین له څلور اړخیزو زیان اړوونکو بندیزونو سره لاس ګرېوان دی. دغه هېوادونه د اخوان المسلمین په څېر له توندلارو اسلامپالو سیاسي غورځنګونو سره د قطر په ملاتړ غوسه دي.
دغه بندیزونه په ۲۰۱۷ کال ریاض ته د ډونلډ ټرمپ تر سفر لنډ وخت وروسته اعلان شول او داسې ښکاري چې د هغه ملاتړ هم ورسره دی.
ښاغلي ټرمپ د دې وضاحت له ترلاسولو وړاندې چې قطر هم د دوی متحد دی او الودید اډه پنټګان ته ډېر اهمیت لري، په لنډ او څرګند ډول د دغو بندیزونو ملاتړ وکړ.
اوس به د امریکا نوې اداره او د جو بایډن دولت د خلیج هېوادونو ترمنځ د دغه درز د رغېدو هڅه کوي.
دغه درز د امریکا په ګټه نه دی او څرګنده ده چې پخپله د خلیج هیوادونو په ګټه هم نه دی.
بشري حقونه

د عکس سرچینه، Reuters
د خلیج ډېر هېوادونه د بشري حقونو برخه کې کمزورې مخینه لري. خو د ډونلډ ټرمپ حکومت په دې تړاو د خپلو عرب متحدانو ملامتولو ته ډېره لېوالتیا ونه ښوده.
هغه ویل د امریکا ستراتیژیکې ګټې او سوداګریزې هوکړې ورته د ښځو د حقونو تر زنداني فعالانو؛ قطر کې له بهرنیو کاریګرو سره له زور زیاتي او تر دغه واقعیت مهمې دي، چې د ۲۰۱۸ کال اکتوبر کې د سعودي عربستان امنیتي کسان په رسمي الوتنو کې د ترکیې استانبول ته لاړل، له وړاندې په پلاني عملیاتو کې یې د کونسلګرۍ دننه د سعودي یو منتقد ژورنالیست - جمال خاشقجي - وواژه او د هغه جسد یې ټوټه ټوټه کړ چې تر اوسه هم ونه موندل شو.
داسې نه ښکاري چې د امریکا نوی ټاکلی ولسمشر دې دومره بښونکی وي.








