یونان کې یو افغان کډوال له کورونا مړ شوی؛ نړۍ کې د مړو شمېر یو میلیون ته نږدې شوی

د یونان شمالي ښار اتن ته څېرمه د کډوالو مالاکاسا پنډغالی له تېرو درو اوونیو راهیسې قرنطين دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د یونان شمالي ښار اتن ته څېرمه د کډوالو مالاکاسا پنډغالی له تېرو درو اوونیو راهیسې قرنطين دی.

په نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شمېر یو ميلیون ته نږدې شوی دی. د جانز هاپکېنز پوهنتون د مالوماتو له مخې د دغه شمېر نیمايي هغه يې په امریکا، برازیل او هند کې دي.

خو ښکاري چې شمېرې تر هغو لوړې دي چې اعلانېږي ځکه چې لا هم په ځینو هېوادونو کې د ټېسټ یا ازموینې کچه لا هم ټيټه ده او د کورونا له کبله د مړ کېدونکو کسانو شمېر نه ثبتېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د چين په ووهان کې د دې وبا له خپرېدو راهیسې شاوخوا لس میاشتې تېرېږي.

دغه پوهنتون وايي، په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس تر ۳۳ میلیون ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

په یونان کې د کورونا له کبله لومړنی مړ شوی کډوال افغان دی:

د یونان چارواکي وايي، شمالي ښار اتن ته څېرمه د کډوالو په مالاکاسا نومي پنډغالي کې یو ۶۱ کلن افغان مړ شوی چې دوه ماشومان لري.

دا په یونان کې د کورونا له کبله د یوه کډوال د مړ کېدو لومړنی پېښه ده چې په رسمي ډول تاییدېږي.

د یادولو ده چې دغه کمپ درې اوونۍ مخکې قرنطين شوی دی.

کاراتپه پنډغالی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کاراتپه پنډغالی

د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې، دغه افغان کډوال اتن ښار ته څېرمه په مالاکاسا پنډغالي کې اوسېده او په یوه روغتون کې يې ساه ورکړې ده.

د یونان یوه حکومتي چارواکي رويټرز ته ویلي چې له تېر کال ژمي راهیسې په کډوالو کې د کورونا له کبله د مړينې دا لومړنۍ پېښه ده چې د وبا له خپرېدو وروسته پېښېږي.

مسولان وايي، اوس د هغو کسانو په لټولو لګیا دي چې له دغه سړي سره يې نږدې ژوند کړی.

روښانه نه ده چې دا سړی له څه مودې راهیسې په روغتون کې بستر و خو دا مالومه خبره ده چې له تېرو درو کلونو را په ديخوا يې په مالاکاسا پنډغالي کې ژوند کاوه.

دې پېښې په دغه پنډغالي کې د کوېډ-۱۹ د خپرېدو اندېښنې پېدا کړې دي.

په یونان کې ټول ټال ۱۱۰ زره کډوال ژوند کوي چې له ډلې يې شاوخوا څلوېښت زره کسان د یونان ټاپوګانو په پنډغالو کې مېشت دي او د ژوند کولو وضعیت يې خورا خراپ دی.

تېره اوونۍ د یونان چارواکو ومنله چې د موریا کمپ له سوځېدو وروسته چې کوم کډوال په لنډمهاله توګه د کاراتپه پوځي اډې ته لېږدل شوي وو، له ډلې يې په ۲۴۰ تنو کې د کورونا وېروس مثبت ثابت شوی دی.

په افغانستان کې د کورونا پېښې تر ۳۹ زرو اوښتې دي:

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په مني او ژمي کې د کورونا وېروس د دویمې څپې د خپرېدو اندېښنه په ډاګه کړې ده.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په مني او ژمي کې د کورونا وېروس د دویمې څپې د خپرېدو اندېښنه په ډاګه کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په کابل، هرات او بلخ کې تازه درې تنه د کورونا له کبله مړه شوي دي.

د دغه وزارت د مالوماتو له مخې، په تېره شپه او ورځ کې يې د ۲۳۶ هغو کسانو ازموینې يا ټېسټونه کړي چې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شک پرې کېده او په پایله کې په ډاګه شوې چې ۱۲ تنه يې پر دې وېروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، له دغو تازه پېښو سره په غونډ افغانستان کې پر کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۲۳۹ او د مړو کچه ۱۴۵۶ ته رسېدلې ده.

دغه وزارت وايي، له هغه راهیسې چې په افغانستان کې د کورونا وبا خپره شوې، تر اوسه له ۳۲ زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په مني او ژمي کې د کورونا وېروس د دویمې څپې د خپرېدو اندېښنه په ډاګه کړې ده.