پاپ فرانسز د ایا صوفیه په جومات بدلېدو "سخت دردولی"

د عکس سرچینه، AFP
د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانس ویلي، د ترکیې په دې پرېکړه سخت دردېدلی چې د ایا صوفیه موزیم بېرته په جومات بدلوي. په واتیکان کې د مذهبي مراسمو پر مهال پاپ فرانس وویل، له استانبول سره خواخوږي لري. نوموړي زیاته کړه، "د ایا صوفیه په اړه فکر کوم او سخت دردېدلی یم ".
دوه ورځې وړاندې د ترکیې سترې محکمې حکم وکړ چې د استانبول مشهوره تاریخي ودانۍ ایا صوفیه دې له موزیمه بېرته په جومات بدله شي.
اوس ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی چې د محکمې له دې حکم وروسته به د روانې جولای میاشتې پر ۲۴مه نېټه ایا صوفیه کې لومړی لمونځ په جماعت سره ترسره کېږي.
ایا صوفیه نږدې یو نیم زر کاله وړاندې د کلیسا په توګه جوړه شوې وه، خو په ۱۴۵۳ میلادي کال کې کله چې استانبول ښار د عثماني خلافت لاس ته ولوېد نو په جومات یې بدله کړه.
په ۱۹۳۴ کال کې د معاصرې ترکیې واکمن کمال اتا ترک دا ودانۍ له جوماته پر یوه موزیم بدله کړه. یاده ودانۍ د یونېسکو د نړیوالو ارزښتناکه ځایونو په لېست کې هم شامله ده.

د عکس سرچینه، Reuters
د پاپ فرانسز له دې څرګندونو وړاندې د کلیساوو نړیوالې شورا - چې ۳۵۰ کلیساوې پکې غړیتوب لري - له ترک ولسمشر رجب طیب اردوغان پر جومات د ایاصوفیه موزیم اړولو پرېکړې بېرته اخیستو غوښتنه کړې ده.
د دغې شورا دوراني مشر لوان ساوکا د ترکیې د دغې پرېکړې په اړه خپګان او نهیلي ښودلې ده.
ساوکا وايي، دا پرېکړه "د دې ثبوت دی چې ګنې پرېکړه کې د نظرونو وېش دی او یوه اړخیزه پرېکړه ده."
نوموړی وايي "ایاصوفیه له ۱۹۳۴ کال راهیسې چې پر موزیم بدله شوې ده، پرانیستی ځای او د ټولو دینونو او ولسونو د خلکو الهام بښونکی ځای پاتې شوی."
د کلیساوو نړیوالې شورا ویلي، ایاصوفیه د څه باندې نیم میلیارد عیسویانو استازیتوب کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ وویل، ایاصوفیه بر پر عبادتځي اوړي، چې په ترکیه او ګاونډي یونان کې یې پر دغې پرېکړې د عیسویانو غوسه وپارېده.
اردوغان دا اعلان وروسته تر هغه وکړ چې د ترکیې یوې عالي محکمې وویل، ایاصوفیه نور د موزیم حیثیت نه لري.
اردوغان ته د کلیساوو د شورا یوه لیک کې راغلي: "جومات ته د ایاصوفیه د اړولو په پرېکړه تاسو ترکیه کې د ازادۍ نښې ته زیان اړوئ."
په لیک کې خبرداری ورکړل شوی چې دا ګام به شک او ناباوري لا ډېره کړي او د دینونو د پلویانو ترمنځ د نژدېوالي هڅې به زیانمنې کړي.
د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو دغې ودانۍ ته د تاریخي اثارو اهمیت ورکړی او ترکیې ته یې ویلي وو، چې حیثیت یې بدل نه کړي.

د عکس سرچینه، ANADOLU AGENCY/GETTY
د نوي ترک دولت موسس مصطفیٰ کمال اتاترک په ۱۹۳۴ کال کې د موزیم په توګه د ایاصوفیه حیثیت تایید کړ او له هغه وروسته دغې ودانۍ ته په ترکیه کې د سیکولرېزم سمبول په نظر کتل کېدل چې دروازې یې د ټولو مذهبونو منونکو لپاره پرانیستې وې.
ایاصوفیه د ۲۰۱۹ کال سیالانیانو ته ډېر منلی ځای و او تر ۳٫۷ میلیون سیلانیان ورغلي دي.











