تېره اونۍ په انځورونو کې

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د بنګله دیش سینګار جوړونکو ته اجازه ورکړل شوې خود کورونا وېروس سره د مخنیوي لپاره باید محافظوي جامې او ماسکونه واغوندي.
کرونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د انګلستان په نیوربري کې د خالي څوکیو ترمخ د اس ځغلونې سیالۍ
بریتانیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د برتانیا صداعظم بوریس جانسون او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په داسې حال کې چې په خپل منځ کې یې واټن مراعات کړی، ولسمشر مکرون لومړنی بهرنی چارواکی دی چې د کورونا وېروس له خپرېدو وروسته برتانیا ته سفر کوي.
کرونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په مرکزي لندن کې د نیکي د سپورټ تجهیزاتو د پلورنځي مخې ته اوږد کتار. د کورونا پر وړاندې د محدویتونو له نرمښت سره سره سم د برتانیا په ځینو څنډو کې د غیراړین توکو پلورنځي پرانیستل شول. اوس د هر پلورنځي مخې ته اوږده کتارونه جوړیږي.
.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په لندن کې د توکم پالنې پر ضد یوه تورپوستي لاریون کوونکي بل ټپي سپین پوستی پر وولي راړولی او له ګڼې ګوڼې یې ژغوري.
.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، شمالي کوریا د سویلي کوریا په سرحدي ښار کای سنګ کې د مخابراتو دفتر په نښه کړ. تر دې مخکې د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اېن خور سویلي کوریا ته ګواښ کړی و
.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د نیویارک په یوه کور کې د کورونا وېروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د یوې زدکوونکې د فارغېدو مراسم
.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له نږدې پنځو میاشتو وروسته د هانککانګ ډیزني لنډ پرانیستل شو
فوتبال

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د لوی سکرین په مرسته، د فوټبال یو شمېر مینه وال د مانچسټر ښار لوبه له لېرې ځایه د ارسنال پر وړاندې وګوري.

.