د امریکا الوتک وړونکې بېړۍ ته هم کورونا ورسېده

کورونا

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا د الوتک وړونکې بېړۍ روزولټ چې له څلور زره کسانو سره یې ګوام کې لنګر اچولی له واشنګټن د مرستې غوښتنه کړې ده.

د دې بېړۍ مشر ویلي چې نږدې سل ماڼوګان په کورونا اخته دي او وېره شته چې دې ستره پوځي بېړۍ کې په ډېره چټکۍ دا وېروس خپور شي.

د بېړۍ مشر برټ کروزیر پنټګان یا د امریکا دفاع وزارت ته په یوه لیک کې وړاندیزوي چې ټول ماڼوګان او د بېړۍ خدمتګاران کرنتین شي: "موږ د جګړې حالت کې نه یو او اړتیا نشته چې ماڼوګان مړه شي".

د امریکايي پوځ د دغه قومندان لیک اول ځل د سنفرانسیسکو رسنۍ کې خپور شوی او وروسته د امریکا ټولو رسنیو اخیستی دی.

د ښاغلي کروزیر په خبره، دې بېړۍ کې ټولو ته د کورونا خپرېدلو کنټرول ناشونی دی او اوس هم "په چټکۍ ډېره خپرېږي".

د هغه په خبره، د بېړۍ د بام فزیکي ځانګړنې او د دې بېړۍ د ننه برخې او د ماڼوګانو- چې ورځنۍ پوځي چارې تر سره کوي- ځانګړي شرایط د دوی ترمنځ د فزیکي واټن اجازه نه ور کوي او په دې سبب له یوه کس بل ته د کورونا وېروس د نه خپرېدو چاره یې "ډېره ډېره سخته" کړې ده.

کپتان کروزیر لیکلي، د روزوېلټ بېړۍ په څلور زره ماڼوګانو او خدمتګارانو کې د کورونا وېروس د نه خپرېدو لپاره غوره لار دا ده چې د دې اټومي بېړۍ ډېری ماڼوګان پلي شي او یوه ځانګړې سیمه کې د دوو اونیو لپاره کرنتین شي.

"دا ډېر ضروري ګام دی".

پنټګان څه وايي؟

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر وايي، ممکن کورونا په امریکا کې تر دوه لکو څلوېښت زرو کسان مړه کړي.

دې رپوټ ته په غبرګون کې د امریکا د سمندري ځواکونو یو ویاند له رویټرز سره خبرو کې وايي: "د تیودر روزولټ بېړۍ د ټولو خدمتګارانو د روغتیا او خوندیتوب د ډاډمنولو لپاره ټول اړین ګامونه سملاسي پورته کېږي".

دا الوتک وړونکې بېړۍ د فیلپین سمندرګي ګوام سمندرغاړه کې د سوېلي کوریا او جاپان سوېل ته اوبو کې ده.

د سې شنبې په ورځ( د مارچ ۳۱) دا رپوټ په داسې مهال دی چې په امریکا کې د کورونا وېروس د قربانیانو شمېر له ۳۴۰۰ په پورته کېدو سره له چین هم زیات شو.

امریکا کې دا مهال یو لک ۷۷ زره کسان په کورونا اخته دي چې د چین او اسپانیا دواړو له کورونا نیولیو سره برابر دي.

د سې شنبې تر مازیګر په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له امله د مړينې شمېر له ۴۰ زرو واوښت.

تراوسه له اتو لکو زيات کسان پر دغه وېروس اخته دي چې ۱۷۶ زره ترې روغ شوي دي.

ډېر کسان په دغه وېروس امریکا کې اخته شوي دي چې تر ۱۷۷ زرو رسېږي. ور پسې ایټالیا ده چې یو لک پنځه زره پنځه سوه کسان پکې کورونا نیولي او له هغه وروسته چین، اسپانیا، جرمني فرانس، ایران او برتانیا دي.

له دې وېروس ایټالیا کې دوولس نیم زره، اسپانیا کې نږدې اته زره درې سوه او له هغه وروسته امریکا، چین، ایران، فرانسه او برتانیا کې کسان مړه شوي دي.

کورونا
کورونا