روغتیا نړیوال سازمان نورو هېوادونو کې د کرونا ویروس د خطر ارزونه کوي

کورونا ویروس ټول چین او د تایلنډ، فرانسې، امریکا او اسټرالیا په ګډون د نړۍ ۱۶ نورو هېوادونو ته هم رسېدلی.

د عکس سرچینه، PRESS ASSOCIATION

د عکس تشریح، کورونا ویروس ټول چین او د تایلنډ، فرانسې، امریکا او اسټرالیا په ګډون د نړۍ ۱۶ نورو هېوادونو ته هم رسېدلی.

د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو ایچ او ' کې د روغتیايي بېړنی حالت مشر وايي، 'له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ټوله نړۍ باید خبرداره اوسي. '

ډاکټر میکایل ریان د ویروس مخنیوي غبرګون لپاره د چین ستاینه کړې. نوموړی وايي:

''ویروس لویه ننګونه ده، خو غبرګون خورا په پراخه کچه دی. ''

د روغتیا نړیوال سازمان مسوولین د پنجشنبې پر ورځ د دې لپاره غونډه کوي چې ایا د دغه ویروس له کبله په نړیواله کچه د روغتیا بېړنی حالت رامنځته شوی، که نه.

برتانوي ماهرینو خبرداری ورکړی، چې ښايي چین د دغه ویروس د خپریدو مخنیوي کې پاتې راشي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، برتانوي ماهرینو خبرداری ورکړی، چې ښايي چین د دغه ویروس د خپریدو مخنیوي کې پاتې راشي.

کرونا ویروس لومړی د چین له وهان ښاره خپور شو، خو وروسته ټول چین او د تایلنډ، فرانسې، امریکا او اسټرالیا په ګډون د نړۍ ۱۶ نورو هېوادونو ته هم رسېدلی.

په چین کې پر دغه ویروس نژدې ۶۰۰۰ کسان اخته شوي، چې له ۱۳۰ ډېر یې مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ډاکټر ریان وايي، د ماهرینو یو نړیوال ټیم چمتو شوی، چې چین ته لاړ شي او هلته له ماهرینو سره په ګډه معلومه کړي چې دغه ویروس څنګه لېږدي.

د دغه سازمان عمومي منشي ټیډروس ادهانوم چې روانه اونۍ یې چین ته سفر کړی وايي، ډېری هغه کسان چې په ویروس اخته شوي، ښکاره نښې لري، خو په پنځو کسانو کې نژدې یو کس د نمونیا یا بشپړې ساه لنډۍ په څېر سختې علامې لري.

نوموړي زیاته کړه، د روغتیا نړیوال سازمان 'سخت پښيمانه ' دی، چې په نړیواله کچه یې تېره اونۍ د ویروس په تړاو د 'لوړ ' پر ځای د 'منځنني ' خطر خبرداری خپور کړ.

د روغتیا نړیوال سازمان ډاکټر ریان وايي، کورونا ویروس په سخت پړاو کې و

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د روغتیا نړیوال سازمان ډاکټر ریان وايي، کورونا ویروس په سخت پړاو کې و

بل لور ته سلګونه بهرنیان له وهانه ایستل شوي، چې لومړی ځل دغه ویروس پکې خپور شو. پر دې ویروس د اخته کسانو شمیر او له امله یې د مړو شویو شمیر مخ په لوړېدو دی.

اسټرالیا په پام کې لري چې له وهان ښاره ایستل کېدونکي وګړي یې د اسټرالیا له اصلي ټاپو ۲۰۰۰ کیلومتره لرې په کرسمس ټاپو کې قرنطین کړي.

اسټرالیا، جاپان، امریکا او اروپايي ټولنه هم خپل وګړي خپلو هېوادونو ته ستنوي.

دغه راز تمه ده سبا د پنجشنې پر ورځ له وهان ښاره سلګونه برتانویان هم خپل هېواد ته ستانه کړل شي او د دوه اونیو لپاره به قرنطین وي.

بل لورته برتانیا د کرونا ویروس د خورېدو له امله چین ته د برتانیا هوايي چلند شرکت "برټش ایرویز" ټول پروازونه ځنډولي او د بهرنیو چارو وزارت له ډېرو اړینو سفرونو پرته چین ته د تګ په اړه خپلو خلکو ته خبر داری ورکړی.

د څو نورو هېوادونو هوايي شرکتونو ورته ګام پور ته کړی.

له نوي ویروسه د ژغورل کېدو لپاره نه کوم واکسین شته او نه هم د درملنې ځانګړی ډول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له نوي ویروسه د ژغورل کېدو لپاره نه کوم واکسین شته او نه هم د درملنې ځانګړی ډول

اسټرالیايي رسنیو خبر ورکړی چې د چین د ښځینه فوټبال ۳۲ لوبغاړې او کارکوونکي دغه هېواد ته په رسېدو قرنطین کړل شوي دي. دوی د اولمپېک سیالیو په غوراوي لوبو کې د ګډون لپاره اسټرالیا ته تللي دي.

د تازه شمېرو له مخې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۱۳۲ تنو ته رسېدلی، او په چین کې پر دې ویروس د اخته کسانو شمیر شپږ زرو ته لوړ شوی دی.

پر دې ویروس د اخته کسانو شمېر په چین کې په ۲۰۰۳ کال کې پر سارس ویروس د اخته کسانو له شمېره زیات شوی.

کرونا ویروس د سارس او انفلونزا ویروسونو په څېر د لوړ عمر او ناروغو کسانو ته ډېر خطر پېښولی شي.

ګومان کېږي چې د کرونا ویروس د چین د هوبې ولایت په وهان ښار کې د سارایي ژویو له امله رامنځته شوی چې غوښه یې په ناقانونه توګه د سمندري خوړو په مارکیټ کې پلورل کېدله.