د چین کرونا ویروس؛ د وژل شویو شمېر ۱۰۶ ته ورسېد

د عکس سرچینه، AFP
چینايي چارواکي وايي، د نوي کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۰۶ کسانو ته پورته شوی او په دې ویروس د کسانو اخته کېدل په ورځ کې دوه برابره شوي دي.
وړمه ورځ په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۸۳۵ و، خو پرون دا شمېر ۴۵۱۵ کسانو ته پورته شوی دی.
د سفر محدودیت سخت شوی او ځینې ښارونو کې د ماسک يا تمبوزک تړل هم جبري شوي دي.
وهان ښار د دې ناروغۍ د خپرېدو مرکز دی، خو اوس په چین او ان نړیواله کچه دا ناروغي خپره شوې ده.
وهان او هوبي ولایت چې دا ښار په کې دی، لا د مخه کلابند شوی او دې سیمې ته پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.
د کرونا ویروس سخته سالنډي پیدا کوي او ځانګړې درملنه یا واکسین یې نشته.
ډېری مرګ هم بوډاګانو او هغو کسانو ته اوښتی چې لا د مخه یې تنفسي مشکلات درلودل.
چین څه کوي؟

دا ویروس د نوي سپوږمیز کال د لمانځلو درشل کې خپرېږي چې پکې میلیونونه چینایان د خپلو خپلوانو او ملګرو لېدو ته په خپل هېواد کې چکر وهي.
د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د نوي کال ډېر مراسم ځنډول شوي او رخصتۍ درې نورې ورځې غځول شوې دي.
بېجینګ ګاونډي هوبي ولایت ته د ډېری موټرو په تګ بندیز لګولی او بېجینګ او شانګهای کې د هغو کسانو ۱۴ ورځنی څار پیل شوی چې له هوبي ورځي.
چین کې له ۱۰۶ مړینو سل یې هوبي ولایت کې دي او دې ولایت کې په ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۱۴ ته رسېدلی دی.
په نړیواله کچه څه روان دي؟
د امریکا متحده ایالتونو کې څو کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او خپلو وګړو ته یې ویلي چې چین په تېره هوبي ته له تګ غور وکړي.
دغه هېواد پلان لري چې له وهان خپل کونسلي کارمنان او وګړي بهر کړي.
د افغانستان د روغتیا وزارت له چینايي چارواکو غوښتي چې دغه هېواد کې افغان سوداګر او زدکوونکي دې ستنېدو ته نه پرې ږدي.

د عکس سرچینه، Reuters
- اروپا کې څلور پېښې تاييد شوي چې وروستۍ هغه يې په جرمني وه.
- فرانسه کې درې
- سینګاپور کې اته
- پنځه کسان امریکا، اسټرالیا او تایوان.
- څلور مالیزیا، شمالي کوریا او جاپان.
- ویتنام ک دوه
- یو یو کس په نیپال، کاناډا، کمبوډیان، سریلانکا، جرمني او کمبوډیا کې دي.








