لیزا سمېت؛ د ایرلنډ له پوځه د داعش تر لیکو

د عکس سرچینه، Tom Conachy
د ایرلنډ پخواني لومړي وزیر بیرټي اهیرن، پخواني 'داعشۍ ناوې' لیزا سمېت یوه "مینه ناکه آغلې" بللې چې له خپل کار سره مینه لري.
۳۸ کلنه سمېت له ترهګرۍ سره د تړاو لرلو په تور نیول شوې، خو هغه پخوانۍ پوځۍ وه چې د ایرلنډ د حکومت لپاره یې کار کاوه.
سمېت څو ځله له ښاغلي اهیرن او له پخوانۍ ولسشمرې ماري مکالیس سره ګډ سفرونه هم کړي دي.
اغلې سمېت په اصل کې د لاوت سیمې د ډونډالک مېنې اوسېدونکې ده. هغه په ۲۰۰۰ کال له زدکړو وروسته د ایرلنډ پوځ او هوايي ځواکونو کې شامله شوې ده.
دا له ایرلنډۍ ورځپاڼې "ایرېش انډپنډنټ" سره خبرو کې د خپل ځان په اړه وايي، چې مېلو او د شرابو څښلو کې یې یوه اندازه عمر تېر شوی، چرس یې هم څکولي او ځینې وخت به یې د خوشحالۍ ګولۍ (اکسټاسي) هم خوړلې، خو وايي مسلمانېدو یې ژوند بدل کړ.
مخکې یې ایرلنډ کې د سمېت په نامه له یوه سړي سره واده کړی، خو ګډ ژوند یې ډېر دوام ونه کړ.
په ۲۰۱۵ کال، سوریې ته تللې او هلته یې له یوه برتانوي جنګیالي سره واده وکړ او یوه لور یې وزیږېده.
د سوریې شمال کې د کډوالو په هغه یوه کمپ کې اوسېدلې ده چې کردي ځواکونه پرې واکمن وو.
هغې بي بي سي ته ویلي، د روان کال لومړیو کې کله چې په دې کمپ کې وه، په جګړه کې یې برخه نه اخیسته او نه یې هم نجونو ته د جګړې تکتیکونه او د وسلو کارول ورښودل.
لیزا سمیت د تېرې یکشنبې په ګهیځ له ترکیې ایرلنډ ته ولېږدول شوه.

د عکس سرچینه، RTÉ
ګلابي کمپله
ځینو ایرلنډي چارواکو او د ایرلنډ د پوځ ځانګړو (رېنجر) ځواکونو یوې ډلې له څو اونیو راهیسې له ترکیې نه ایرلنډ ته د اغلې سمېت د استولو هڅې کولې.
سمېت او تی ردونکې لور یې تېره یکشنبه ډبلن هوايي ډګر ته د ایرلنډي ځواکونو په ملګرتیا په یوه ترکۍ الوتکه کې یووړل شوه.
له الوتکې یوه چمتو شوي ګاډي ته په داسې حال کې وختله چې ګلابي کمپله یې اغوستې وه.
ایرلنډي پولیس وايي، د سمېت خپلوان به د هغې د دوه کلنې لور پالنه کوي.
له سمېت د ډبلن د کیفن سټریټ پولیسو مرکز کې پوښتنې ګروېږنې کېږي او هلته به نظربنده وي.
ویل کېږي چې تر مسلمانېدو وروسته به په افریقا، اروپا، منځني ختیځ او ایرلنډ کې د هغې د کړنو، اړیکو او تماسونه ارزول کېږي.

سمېت د تېرې چارشنبې په ورځ ډبلن کې محکمې ته حاضره کړل شوه چې محکمې یې څلوېښت دقیقې وخت واخیست. هغه د تورونو اورېدو پرمهال چوپه وه.
له ناقانونه نړیوالو ډلو سره یوځای کېدل د ایرلنډ د جنايي قانون ښکاره مخالفت دی، چې اغلې سمېت پرې لس کاله بندي کېدای شي.
پولیس وايي، پر سمېت د ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ نور تورونه هم شته.
سمېت په یوه مخکېنۍ مرکه کې بي بي سي ته ویلي، څو ځله د امریکا فډرالي استخباراتي غړو تحقیقات ترې کړي او د دې د سترګو نښې یې اخیستې دي.
ځانوژنې ته میلان
د سمېت وکیل پیټر کوریګان ویلي، موکله یې د ژوند په ډېر حساس پړاو کې ګومارل شوې ده، چې په وینا یې هغه "یوه کمزورې ښځه ده چې د ځانوژنې میلان یې درلود". دی وايي چې یوه کس د هغې له کمزورۍ ګټه اخیستې ده.
کوریګان وايي، په ۲۰۱۴ کال، یوه مذهبي سړي ورته ویلي: "قرآن شریف مسلمانان د هغه خلافت پیروۍ ته اړباسي چې "اسلامي دولت" نومې ډلې اعلان کړی دی".
د هغې وکیل دا هم وايي، ضرور نه ده چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې تر واک لاندې سیمو کې دې هرڅوک له دې ډلې سره یوځای شوي وي.
دی زیاتوي، موکلې یې په ۲۰۱۹ کال کردي جنګیالیو ته ځان سپارلی، هغوی له خپلې لور سره د کډوالو کمپ ته وړې ده او "هلته یې په ډېر ناوړه وضعیت کې ژوند کړی".
له "اسلامي دولت" ډلې سره د مالي ملاتړ د تورونو په اړه کوریګان وايي، سمېت د "اسلامي دولت" نومې ډلې مالي ملاتړ نه دی کړی، بلکې د دغې ډلې تر واک لاندې سیمو کې یې له بې وزلو وګړو سره ساده مالي مرستې کړې دي.
سمېت د ښځینه بندیانو زندان ته لېږدول شوې ده. قاضي وايي، د زندان له ادارې به وغواړي چې د هغې د سلامتیا پخاطر یې له نورو ښځینه بندیانو لیرې وساتي.
په پام کې ده چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ بیا محکمې ته حاضره کړل شي.










