"له سمندري ځواک د وتلو لپاره مې الوتکه غلا کړه"

ډچ

د عکس سرچینه، THEO VAN EIJCK

د بي بي سي خبریال ایما جین کربي له دوو کلونو راهیسې د داسې امریکايي سرتېري پر کیسه کار کوي چې انګلېنډ کې یې د امریکا هوايي اډې نه پر ۱۹۶۹ کال یوه الوتکه د دې لپاره وتښتوله چې ویرجینیا کې له خپلې مېرمنې سره وویني.

د نوموړي کیسه د نیدرلنډ یا هالنډ یوه وګړي تهیو وین اییک ته ورته ده چې پوځ کې د دندې پرمهال یې الوتکه غلا کړې وه.

د ښاغلي اییک کور د عجایبو له خزانې کم نه دی، خو تر ټولو په زړه پورې هم د ۱۹۶۴ کال ډچ ورځپاڼې دي چې په سرټکو کې یې لیکلي، یوه ځوان مالټان کې له پوځي اډې الوتکه غلا او د لیبیا بنغازي ښا رته ورسوله.

په خندا وايي، هغه زه وم.

THEO VAN EIJCK

د عکس سرچینه، THEO VAN EIJCK

د عکس تشریح، له الوتکې تښتولو وروسته د خبرونو سرټکی

۷۶ کلن دی، وېښتان یې سپین دي: انځور زما دی، هغه وخت ۲۱ کلن وم.

د هغه مېرمنې ماته چای کېښوده او ما د کیسې پر ترجمه کولو سر ټیټ کړی و، هغې په ټوکه وویل: خپلسری وړوکی سړی او لویه کارنامه، خو ما هغه وخت نه پېژاند.

دغه ځوان د الوتکې پورته کولو خوب له اوه کلنۍ لیده. وايي، ښه زدکوونکی نه و، وېرېده چې د هوايي ځواک کې د منلو لپاره به ښې نومرې ونه لري.

خو بیا پوه شو چې که یو ځوان د روزنې لپاره ورشي او ښه کار وښيي، نو د پیلوټ روزلو داخله ور کول کېږي. ځکه دا ۱۹ کلن ځوان د اتو کلونو لپاره تړون وکړ.

تهیو وین اییک
د عکس تشریح، تهیو وین اییک

د ۱۹۶۴ کال لوړیو کې یې نږدې څلوېښت ګړۍ د الوت تجربه وکړه، اوله ورځ وستایل شو، خو دویمه ورځ خبرداری ور کړل شو چې د ناکامېدو خطر یې شته.

دې خبر خپه او غوسه کړ، د روزنې پر توره تخته یې چوپه خوله له دې روزنیز پروګرام شکایت وکړ، له امله یې د اډې زندان ته واچول شو، خو ترې ووت. کله یې چې د ناسوبتیا پته ولګېډه له پېلوټۍ واېستل شو.

کله چې ناهیلی شو، نو له یو بل پیلوټ یې د الوتکې د اوچتولو پوښتنې کولې، دی وايي، یوه کس هم دا تپوس ترې ونه کړ چې لا هم ولې دا پوښتنې کوي.

بیا له برتانوي پوځ سره د دوو میاشتو لپاره مالټا ته د دواوطلب په څېر ځي او هلته دا فکر کوي چې څنګه الوتکه پورته کولی شي.

THEO VAN EIJCK

د عکس سرچینه، THEO VAN EIJCK

کله چې یې دا دنده بشپړېږي، یو سهار وختي پاڅېږي، په دنده بوختو کسانو ته خپل نوم بدل ښيي، هغوی هم ورته ور پرانیځي.

الوتکه چلانوي د راډیو بټن وي او څارڅلی یا کنټرول ټاور یې پوښتي چې څوک یې او څه کوي، نو ځواب ور کوي او الوتکه روانوي، د سوېلي افریقا په لور یې پورته کوي.

پر روم سمندرګي پنځه زره فوټ لوړ یوازې الوت کوي: "دا مې د ژوند خورا ښه پېښه وه، ما داسې څه کول چې نورو ویل نشې یې کولی، خو اوس یوازې زه وم او شین اسمان".

دی وايي، له دې پېښې یوه اونۍ مخکې یې مور سپینو صلیب ډالۍ کې لېږلی و، ځکه هغه پوه شوې وه چې زه یو څه کوم.

THEO VAN EIJCK

د عکس سرچینه، THEO VAN EIJCK

د عکس تشریح، د تیو هغه انځور چې هالنډ ته بیا ستنېږي.

۲۱ کلن تهیو له پنځه نیمو ګړیو الوت وروسته سوچ کوي چې الوتکه چېرته کوزه کړي، د لیبیا طرابلس کې هغه مهال برتانوي ځواکونه و او دی بنغازي ته ګرځي.

د ناستې لپاره کرښه ګوري، خو له مېږو ډکه وي، څو ځل پرې تاوېږي چې مېږي یا پسونه لرې شي او بیا الوتکه کېنوي.

د لېبیا پولیسو ته وايي، له خپل هېواد ځکه را وتښتېد چې هلته د د همجنسخوښۍ او د ښځو ازادۍ خلاف و، ځکه سیاسي پنا ور کول کېږي.

د هالنډ سفیر سره له یوې اونۍ خبرو وروسته هوکړه کوي چې وطن ته ستنېږي، مګر د پیلوت په نوم نه بلکې د مساپر په حیث.

THEO VAN EIJCK

د عکس سرچینه، THEO VAN EIJCK

د عکس تشریح، له محکمې بهر تیو ولاړ دی.

خو هېواد کې له پوځ د تېښتې په جرم یو کال بندي کېږي. اوس یې هم پر مېز ایښې ورځپاڼه کې ښکاري چې د سمندري ځواک یونیفرم کې د هالنډ له یوې محکمې بهر ولاړ دی.

اوس یې هم باور نشته چې داسې یې کړي، دي، خو زیاتوي، ډېر په زړه پورې و، په خدای ډېر په زړه پورې و.