د سوریې د تيلو ګټه چا ته رسېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، تمه لري چې امریکايي ځواکونه سوریه کې وي تر هغه به د دې هېواد له تېلو میاشتني ترلاسېدونکي میلیونه ډالر عاید ګټه امریکا ته رسېږي.
په ځواب کې د سوریې ولسمشر بشار اسد امریکا د خپل هېواد "د تېلو په غلا" تورنه کړه او ملاتړي روس یې د امریکا دا اعلان "نړیواله حکومتي لوټماري" وبلله.
خو موږ دا مالومول غواړو چې اوس د سوریې د تېلو تولید د چا په واک کې دی او ګټه یې چا ته رسېږي.
امریکا تېر اکټوبر د سوریې له شمال د خپل پوځ د اېستلو اعلان وکړ، خو وروسته یې وویل، چې پنځه سوه سرتېري دغه هېواد کې پرېږدي، چې له کورد وسلوالو سره په ګډه تېلي زېرمې خوندي کړي، چې دا مهال د تېلو ډېره ګټه دې توکم ته رسېږي.
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، د امریکا پوځ نه یوازې له اسلامي دولت بلکې د سوریې او روسیې له حکومتي ځواکونو هم تيل وساتل.
په د مهال روسیې ځواکونه د سوریې حکومتي سره همکاري کوي چې پر دې زېرمو بیا ولکه وکړي.
پر ۲۰۱۸ کال مسکو کې دواړو هېوادونو یو تړون وکړ چې پکې مسکو ته د سوریې د تېل او ګاز برخې د بیارغولو حق ور کړل شو.
خو په دا مهال د امریکا ولسمشر ټرمپ په دې هکله لېوالتیا لري او وايي غواړي له هغو تېلي بتیو ګټه واخلي چې د ده پوځونه یې ساتي.
د سوریې د تېلو عاید څومره دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم د منځني ختیځ تر نورو هېوادونو سوریه کې تېل ډېر کم دي، خو تېل او ګاز د سوریې د حکومت عاید کې مهم رول لري.
تر ۲۰۱۸ کال اټکلونه وايي، د سوریې سره دوه نیم میلیارد بېرل تېلو زېرمې دي، د سعودي عرب سره ۲۹۷ میلیارد، له ایران سره ۱۵۵ میلیارد بېرله او د عراق سره ۱۴۷ میلیارد بېرله تېل دي.
دا زېرمې د سوریې ختیځ ته په دیرالزور ولایت کې- چې له عراق سره پولې ته نږدې دی- او همدارنګه د دغه هېواد شمال ختیځ حسکه کې دي.
خو سوریه کې له ۲۰۱۱ کال د کورنۍ جګړې پیلېدو له امله د تېلو تولید له منځه لاړ.
د برتانیا د تېلو احصایه د ۲۰۱۹ کال د نړۍ بیاکتنې خپرونه کې وايي، پر ۲۰۰۸ کال سوریې د ورځې څلور لکه او شپږ زره بیلره تېل تولیدول.
پر ۲۰۱۱ کال دا تولید درې نیم لکو بيرلو ته ټیټ شو، خو پر ۲۰۱۸ کال ۲۴ زره بېرلو ته وغورځېد چې ۹۰ سلنه کمی ښيي.
دمشق پر تېلو واک نه لري

د عکس سرچینه، Getty Images
د بشار الاسد حکومت د سوریې شمال کې د تېلو پر زېرمو کنټرول نه لري. مخالفانو یې هغه مهال دا زېرمې ولکه کړې چې کورنۍ جګړه زیاته شوه او له هغه وروسته بیا د اسلامي دولت لاس ته ورغلې.
پر ۲۰۱۴ کال د سوریې ختیځ کې د تېلو پر بټیو اسلامي دولت واکمن شو چې پکې دیرالزور ولایت کې د دغه هېواد د تېلو تر ټولو لویه بټۍ هم ونیوه.
د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان په خبره، پر ۲۰۱۵ کال د اسلامي دولت عاید تېل و او هغه مهال یې هره میاشت د دې توکي له پلورلو څلوېښت میلیون ډالر ترلاسول.
خو پر ۲۰۱۷ کال د امریکا ملاتړو د سوریي ډېموکراټیک ځواک او کورد وسلوالو اسلامي دولت مات کړ او دا زېرمې یې ونیولې.
د سوریې تیلي زېرمې هغه مهال زیانمنې شوې، چې امریکا د اسلامي دولت د عاید له منځه وړولو لپاره په دې سیمه کې سخته بمباري وکړه.
د اسلامي دولت ډلې وسلوالو هم هغه وخت دا زېرمې ویجاړې کړې چې پوه شول اوس د کوردانو لاس ته ورځي.
کوردانو ته د دې زېرمو څه ګټه رسېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د سوریې ډیموکراټیک پوځ په نوم کوردان وسلوالو د سوریې شمال کې د اسلامي دولت ماتولو سره د فرات سیند غاړه کې پر ۲۰۱۷ کال تېلي زېرمې ولکه کړې.
ورپسې یې دا زېرمې ورغولې او له ځینو یې تر یوې اندازې تېل تولیدوي.
د امریکا مرستیال دفاع وزیر جنتن هوفمېن وايي، د دې زېرمو عاید امریکا ته نه ځي بلکې د سوریې ډیموکراټیک ځواکونو سره دي.
د منځني ختیځ انستیتیوت مخکښ غړی چا رلس لېسټر وايي: "د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه او ملګري قبایل یې دې سیمه کې د تېلو او ګاز د عاید ۷۰ سلنه برخه ترلاسوي".
دی وايي، که څه هم د دې تېلو بټۍ په ډېر سرسري ډول کارېږي، خو د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو د عاید لویه سرچینه ده.
د سوریې شمال کې د ترکیې عملیاتو سره پر ډېره سیمه د کورد وسلوالو کنټرول ختم شوی، خو د فرات سیند ختیځ کې ډېری تېلي بټۍ لا هم د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو سره دي.
خو د امریکا او اروپا د بندیزونو له امله دا واردت هم ورته ګران شوي دي.
سوریې ته د تېلو برابروونکی یو مهم هېواد ایران دی، خو پر سوریه د امریکا د بندیزونو له امله د ایران رسد هم کم شوي دي.








