ایټالیا کې 'یو کور په یو یورو'

د ځینو خلکو په خوب کې نه وي چې ایټالیا ته دې ولاړ شي خو که تاسې ته وویل شي چې په یوه ټاپو کې یې د اوسېدو لپاره کور ان په یوه یورو (۸۷ افغانۍ) کېږي څه به فکر وکړئ.
د بهرنیو وګړو سره د کور جوړونې په برخه کې د ایټالیا د دې سسلي ټاپو ښاروالۍ مرسته هم کوي چې په دې سره ښايي بیې له دې هم ښکته شي.
د سسلي د سیمې چارواکو ویلي چې په سیمه کې د نفوس د کمېدو د ستونزې حل لپاره یو ځانګړی پلان اعلان کړ.
د ښار چارواکو پرېکړه کړې چې په سیمه کې به ټولې پخوانۍ ودانۍ شاوخوا په یوه یورو وپلوري.
د اروپا د نورو سیمو او کلیو په څېر په سنبوکا سیمه کې هم ابادي مخ په کمېدو ده.

۵۸۰۰ تنه په سنبوکا کلي کې اوسېږي په دې کلي کې د کمې ابادۍ لامل دا دی چې خلک یې نژدې ښارونو ته کډه شوي او یا هم بهرني هېوادونو ته تللي.
د دې لپاره د سنبوکا چارواکو د دې ځای پخواني ځایونه وپېرل او پر بهرنیو وګړو یې د پلورلو پریکړه وکړه، څو د نورې نړۍ د خلکو پام ور واوړي.
د سنبوکا ښاروال لیونارډو سکاسو وايي چې ''لومړی ښاري چارواکو خپله تګ لاره مخکې یوړه او دا کورونه یې وپیرل او له هغې وروسته ۱۶ کورونه لیلام شول چې بهرنیو وګړو وپیرل.''
د ده په وینا دا پلان بریالی شو او د نړۍ ډېری نوموتو هنرمندانو خپله دلچسپي وښوده او دلته یې واړول.
د سنبوکا سیمې یو اوسېدونکی ماریسا موټلباني وايي: ''د نړۍ ډېری خلکو زموږ د کلي له مدنیت سره دلچسپي وښوده او تر اوسه ددې سیمې ۶۰ کولونه پیرل شوي دي.''

په دې کلي کې د کور پیرولو یو شرط دا دی چې نوی پېرونکی به کور له سره رغوي چې ددې لپاره د کور څښتن ته درې کاله وخت ورکول کېږي.
د سنبوکا کلی د یوه یورو په مقابل کې د کور د پیر د پلان په اړه مشهور شو.
د پلان له اعلان څخه وروسته تر اوسه ۴۰ کورونه پلورل شوي دي.
په دې کلي یوازې بهرني وګړي نه دي هغه ایټالویان هم شامل دي چې له هېواده بهر اوسېږي. له دې ډلې یو ګلوریا اوریزی چې مخکې د ایټالیې په میلان کې اوسېده خو اوس په پاریس کې د ژوند شپې سبا کوي.

هغه وايي چې ''زه له څو کلونو راهیسې په فرانسه کې اوسم خو زما تل دا هیله وي چې په ایټالیا کې مې باید خپل یو کور وي او د سنبوکا په اړه تر ټولو په زړه پورې بیا داده چې خلک یې د نېکو اخلاقو څښتنان دي او سیمه یې ښایسته ده. '''
په سنبوکا کې یو نوې اوسېدونکي د ماریسا موټلباني په نوم یوه مېرمن بیا وايي چې نوموړې له خپل مور او پلار سره امریکا ته تللې وه.
او ۱۱ کاله هلته اوسېدو خو سنبوکا ته راستانه شوي یو، په لومړي سر کې خو له ننګونو سره مخ شو بیا له څه ځنډ وروسته ددې ځای له ژوند سره عادي شو.
د سنبوکا ښاروال له دې زیات خوښ شو چې د کلي کنډوالې یې بیا د ژوند وګرځېدې.









