د هبه لبدي نیولو د اردن او اسراییلو اړیکې ترینګلې کړې

هبة اللبدي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اسراییلو فعالانو له اردنۍ هبم اللبدي سره د خواخوږۍ په پار د هغې د خوشې کېدو غوښتنه کړې او له اسراییلي زندان بهر یې د هغې انځور لېږدولی دی

د اردن او اسراییلو ترمنځ اړیکې په وروستیو کې اسراییلو کې د هبة اللبدي او عبدالرحمن مرعی تر نیول کېدو وروسته پاموړ د ترینګلتیا تر حده رسېدلې دي، چې په لړ کې یې اردن له تل ابیبه خپل سفیر ورغوښتی دی.

هبة اللبدي او عبد الرحمن مرعي د اردن دي چې اسراییلي چارواکو د ۲۰۱۹ اګسټ او سپتمبر میاشتو کې فلسطیني خاورې ته د تللو پرمهال ونیول.

له هماغه وخته د دواړو نیول شویو کسانو روغتیايي وضعیت خراب شو، هبه څه باندې ۳۵ ورځې د نه خوړو اعتصاب وکړ چې له بې سېکه کېدو وروسته روغتون ته ولېږدول شوه، خو عبد الرحمن په سرطان اخته دی او سخت کړېږي.

د اسراییلو "هارټس" ورځپانې ویلي، هبه اللبدي د لبنان له حزب الله ډلې سره د تړاو لرلو په شک نیول شوې ده.

د هبه اللبدي او عبد الرحمن مرعي د نیول کېدو په غبرګون کې د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي له تل ابیه خپل سفیر ورغوښتی چې د دواړو اردنیانو د خوشي کېدو په تړاو سلامشوره ورسره وکړي.

هبة اللبدي او عبد الرحمن مرعي

د عکس سرچینه، Twitter

د عکس تشریح، هبة اللبدي او عبد الرحمن مرعي د اردن دي چې اسراییلي چارواکو د ۲۰۱۹ اګسټ او سپتمبر میاشتو کې فلسطیني خاورې ته د تللو پرمهال ونیول.

الصفدي پر ټوېتر لیکلي: "که زموږ پر دغو هېوادوالو څه وشي، اسراییل یې مسؤول دي، موږ یې خپل هېواد ته د سالمې ستنېدنې په تړاو له هرې ممکنې لارې ګټه اخلو."

اردنیانو پر خواله رسنیو د "#هبه_او_عبدالرحمن_لپاره_ازادي" په نوم هشټګ په خپرولو د دوی د خوشي کېدو کمپاین پیل کړی دی.

په ورته وخت کې احمد کوکش د اردن د مړه شوي پاچا الحسین بن طلال دا خبره راخیستې چې وايي: "د اردني هېوادوال ژوند په یوه پله او د سولې هوکړه په بله پله کې ده."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

په مقابل کې یې ځینو ټوېټر کارنو له هبه اللبدي سره شوی عمل ناسمه کړنه نه ده بللې، چې په وینا یې هغې پخوا د سوري نظام ملاتړ کړی دی.

بسام محمد وايي، اسراییلو زندان کې د هبه وضعیت د بشار اسد په نظام کې - چې هبه یې ملاتړ کوي - د سوریايي او فلسطیني ښځو له وضعیته بدتر نه دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2