د عالمانو شورا غړی د ناروا جنسي اړیکو په جرم په درو ووهل شو

د عکس سرچینه، AFP
هغه اندونیزیایی سړی په عام محضر کې په درو وهل شوی چې د شرعي قوانینو پلي کولو د طرحې په چمتو کولو کې یې د مرستې لپاره له یوې ځايي شورا غړیتوب درلود.
د اچې سیمې علماوو شورا دغه غړي مخلص بن محمد ته له یوې ښځې سره د ناروا اړیکو په تور د ۲۸ درو سزا ورکړل شوې.
هغه ښځه چې له مخلص سره یې اړیکه درلوده، ۲۳ درې وهله شوې ده. مخلص د اچې سیمې اوسېدونکی دی، چې په اندونیزیا کې یوازینۍ سیمه ده چې اسلامي شرعي قوانین پکې عملي کېږي.
په اچې کې د نارینه وو تر منځ د جنسي اړیکو او قیمار یا جوارګرۍ له کبله هم سزا ورکول کېږي.
دغه ښځه او نارینه په سپتمبر میاشت کې په ظاهره چارواکو د سیلانیانو تګ راتګ یوې سمندرغاړې سره له ولاړ موټره نیولي وو. د اچې مرستیال ښاروال بي بي سي ته وویل، ښاغلی مخلص به د علماوو له ځایي شورا هم وایستل شي.
۴۶ کلن مخلص بن محمد دیني عالم هم دی او نوموړی لومړنی دیني عالم دی چې په اچې سیمه کې ۲۰۰۵ کال کې د اسلامي شرعي قوانینو له پلي کېدو وروسته په عام محضر کې د درو سزا ورکول کېږي.
ایم پي یو یا د علماوو شورا په اچې سیمه کې د شرعي قوانینو پلي کولو لپاره حکومت ته طرحې او وړاندیزونه ورکوي. اچې سیمې ته د شرعي قوانینو پلي کولو لپاره ځانګړي حقونه ورکړل شوي وو.








