ایرانۍ انسټاګرام ستورې دین ته د سپکاوي په تور نیول شوې

د عکس سرچینه، Instagram
یوه ایرانۍ انسټاګرام ستورې چې د هالیوډ فلمې ستورې انجلینا جولي د څېرې خپلولو لپاره مشهوره شوې وه، اوس دین ته د سپکاوي په تور نیول شوې ده.
سحر تبر تېر کال وروسته له هغه مشهوره شوه چې پر انسټاګرام یې عکسونه لاس په لاس شول.
په دې عکسونو کې نوموړې تر خپله وسه هڅه کړې وه چې د انجلینا جولې په څېر ښکاره شي. داسې ګومان کېده چې سحر د دې کار لپاره ۵۰ ځله جراحۍ عملیات کړي وو.
خو پر انسټاګرام د هغې خپاره شوي ډېری عکسونه په اصل کې په مهارت سره اېډېټ شوي وو.
د ایران تسنیم دولتي خپري اژانس ویلي، سحر دین ته د سپکاوي او د تاوتریخوالي د پارولو په تور نیول شوې ده. یاد اژانس وایي، د سحر د نیولو پرېکړه وروسته له هغه شوې ده چې خلکو یې په اړه شکایتونه ثبت کړل.

د عکس سرچینه، Instagram
پر هغې لګېدلو تورونو کې دین ته سپکاوی، تاوتریخوالي ته د خلکو پارول، په ناقانونه توګه جایداد ترلاسه کول، ایران کې د خلکو پر کالیو ملنډې وهل او ځوانان فساد ته هڅول شامل دي.
له نیول کېدو وروسته د سحر تبر انسټاګرام پاڼه هم تړل شوې ده. له سحر وړاندې هم په ایران کې ګڼ شمېر انټرنیټي فعالان له چارواکو سره په لانجه کېوتي دي.
د هغې د نیول کېدو خبر پر خواله رسنیو تود بحث را پارولی او ګڼو کسانو پر چارواکو نیوکې کړې دي.









