ملګرو ملتونو عراق کې د تاوتریخجنو لاریونونو ختمول غوښتي
په داسې حال کې چې د عراق تاوتریخوالي کې د وژل شویو کسانو شمېر سلو کسانو ته رسېدلی، د ګوندونو ګڼ دفترونه سوځول شوي او پر تلوېزیوني شبکو بریدونه شوي، ملګرو ملتونو په عراق کې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
په عراق کې پنځه ورځې لاریونونه وشول، چې لږترلږه ۱۰۰ کسان پکې ووژل شول.
د عراق لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیرش ځانګړې استازې او د عراق لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ (یونامي) مشرې جانین هینس پلسچرټ ویلي، چارواکي په عراق کې د وژل شویو کسانو د وژل کېدو مسؤول دي چې باید عدالت ته راکش کړل شي.
د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې بیا پیل شوې او د امنیتي ځواکونو غبرګونونه هم توند شوي، د ځینو تلوېزیونونو پر دفترونو بریدونه شوي دي.
بغداد کې عیني شاهدان وايي، "کابو پنځوس لاریونیان د بغداد صدر ښار ختیځ الحمزه سیمې اړو دوړ کې ژوبل شوي دي."
رویټرز خبري اژانس د عراق امنیتي او روغتیايي سرچینو له خولې ویلي، د شنبې په ورځ بغداد کې له پولیسو سره په نښته کې ۵ لاریون کوونکي وژل شوي.

د عکس سرچینه، AFP
لاریونیان وايي د بې کارۍ، فساد او د عامه خدمتونو د خرابوالي پرضد د پنځمې ورځې لپاره سړکونو ته راوتلي.
وړاندې د عراقي حکومت مشر عادل عبد المهدي د بغداد په ګډون ګرځبندیز لګولی و.
د بشري حقونو استازولۍ ویلي، په لاریونونو کې تر څلورو زرو ډېر کسان ژول شوي او ۲۱۲ کسان نور نیول شوي.
د عراق روغتیا وزارت بي بي سي ته ویلي، یوازې د تېرې جمعې ورځې مظاهرو کې ۲۰ کسان وژل شوي.
د عراق لومړي وزیر او د وسله والو ځواکونو عمومي قومندان د شنبې ورځې له ګهیځ راهیسې بغداد کې د ګرځبندیز لیرې کولو اعلان کړی.

د عکس سرچینه، AFP
حکومت بغداد کې تر نامالومې مودې ګرځبندیز اعلان کړی و.
د بشري حقونو بنسټ وايي، عراقي پولیس وايي ۵۶۷ کسان یې نیولي وو، چې بیا وروسته یې ۳۵۵ کسان خوشي کړل.
د جمعې په ورځ امنیتي ځواکونو بغداد کې پر لاریونیانو ډزې وکړې.

د عکس سرچینه، Reuters
دغه لاریونونه، چې کومه مشخصه مشري نه لري، له تېر یوه کال راهیسې کله چې عبد المهدي د حکومت مشر ټاکل شوی، تر ټولو لوی لاریونونه دي.
امریکا او ملګرو ملتونو د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې او له عراقي چارواکو یې له زغمه د کار اخیستو غوښتنه کړې ده.













