د عراق لاریونونو کې د وژل شویو شمېر تر ۱۰۰ کسانو ورسېد

د عکس سرچینه، Reuters
په عراق کې د دغه هېواد پارلماني بشري حقونو کمېسیون وايي، د حکومت پر ضد روانو احتجاجونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۰ کسانو ته رسېدلی دی. د کمېسیون چارواکي وايي، په دې پېښو کې نژدې ۳۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
چارواکو د احتجاجونو کنټرول لپاره ګرځبندیز ولګاوه او نژدې په بشپړه توګه یې انټرنېټي شبکې غیر فعالې کړې او د شنبې پر ورځ د پلازمینې بغداد په هغو سیمو کې چې د خلکو یو ځای کېدو احتمال وو، پولیس ځای پر ځای شوي وو.
دغه احتجاجونه د لومړي وزیر عادل المهدي کمزوري حکومت ته یوه ننګونه بلل کېږي، چې نژدې کال مخکې یې واک تر لاسه کړ. له دې مخکې لومړي وزیر عادل المهدي وویل، د لاریونیانو (روا غوښتنې) اورېدل شوې دي او نوموړي له خلکو د ارام اوسېدو غوښتنه وکړه.
بل لور ته شیعه مشر مقتدی صدر د عادل المهدي په مشرۍ د حکومت د استعفا او د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د وختي ټاکنو لپاره د چمتووالي غوښتنه کړې ده. ښاغلي صدر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په عراق کې روان وضعیت "د عراقیانو د وینو تویېدل بللي چې چوپه خوله پاتېدل پرې ممکن نه دي."

د عکس سرچینه، AFP
په پام کې وه چې د شنبې پر ورځ به د هېواد پارلمان بېړنۍ غونډه کوي، خو اوس د دې غونډي کېدو په تړاو هم شکونه پیدا شوي دي. احتجاجیان وايي، دوی د فساد، پیکه ملکي خدمتونو او بې روزګارۍ پر خلاف دریځ غوره کړی دی.
د عراق پارلمان کې د "پاڅونوال" په نامه ډلګۍ چې د صدر پلوي کوي، پارلمان کې خپل غړیتوب ځنډولی دی. که څه د جمعې پر ورځ پلازمېنه کې انټرنېټي شبکې غیر فعال وې او پر ګرځېدو راګرځېدو بندیزونه لګېدلي وو، خو د رویټرز رپوټ کې ویل شوي، امنیتي ځواکونه په داسې حال کې لیدل شوي چې تحریر میدان ته یې پر روانو احتجاجیانو مخامخ د اصلي مرمیو ډزې کول.
صدر د "تېرېدونکي" له یوې بلې پارلماني ډلګۍ هم غوښتي وو چې پارلمان کې خپل غړیتوب وځنډوي او د پارلمان غونډو ته ورنه شي. د جمعې په ورځ دغه شیعه مشر له نورو ډلو هم د ورته ګام اخيستو غوښتنه کړې وه.
په عراق کې شیعه مذهبي مشر علي السیستاني وړاندې خبرداری ورکړی و چې د لاریونیانو پرضد له تاوتریخوالي ګټه اخېستل بله ناوړه پایلې ولري. ملګرو ملتونو او امریکا د لاریونوالو پرضد په تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او د عراق له حکومت یې غوښتي چې له زغم کار واخلي.
د پنجشنبې په ورځ د بښنې نړیوالې ادارې هم له عراق وغوښتل چې سملاسي د امنیتي ځواکونو د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
لاریون له کوم ځای پیل شو
لاریون د سې شنبې په ورځ له بغداد څخه پیل شو او نورو ښارونو ته هم خپور شو. بغداد کې زرګونه کسان زرغونه سیمه کې ټول شول چې له بې کارۍ، عمومي خدمتونو له خرابوالي او اداري فساد شکایت لري.
دا لاریون د عادل عبدالمهدي د حکومت د لومړي کال د کلیزې سره په یو وخت له انټرنیټي بلنې وروسته پیل شول. تېر کال په عراق کې د شیعه روحاني مقتدا صدر په مشرۍ د بې کارۍ په اعتراض کې لاریونونه وشول.
سږنیو مظاهرو کې هم د تېرکال په څېر غوښتنې دي .

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، AFP/Getty











