عراق کې له تاوتريخوالي ډک احتجاجونه
عراق کې چارواکو هغه ګرځبنديز لرې کړی، چې له څلور ورځو ناراميو روسته یې پلازمېنه بغداد کې لګولی و. د عراق د بشري حقونو اداره وايي د تاوتريخوالي ډکو احتجاجونو پر مهال ۹۳ کسان وژل شوي او لږترلږه دوه سوه نور ټپيان شوي دي. دا احتجاجونه چې پلازمېنه بغداد او د دغه هېواد بېلابېلو جنوبي ښارونو کې کېږي، نن يې پنځمه ورځ و. ډېر مرګونه پرون جمعه شوي، چط دوه تنه په کې پوليس هم وو. ملګرو ملتونو چارواکي هڅولي چې د ګډودۍ ضد پوليسو له لوري دي د زور کارولو په اړه پلټنه وکړي.