روحاني: تر څو چې بندیزونه لېرې نشي، له ټرمپ سره نه ګورم

روحانی

د عکس سرچینه، Tasnimnews

د عکس تشریح، حسن روحاني وایي، امریکا دې لومړی پر ایران لګېدلي بندیزونه لېرې کړي

د ایران ولسمشر حسن روحانی ویلي، په داسې حال کې چې پر هېواد یې د امریکا بندیزونه لګېدلي وي، هېڅ شونې نه ده چې نوموړی دی له خپل امریکایي سیال ډونلډ ټرمپ سره وګوري. د امریکا ولسمشر ډونلډ پرون دوشنبه په فرانسه کې د جي ۷ هېوادونو سرمشریزې په څنډو کې وویل، له حسن روحاني سره د ده مخامخ لیدنه ممکنه ده.

د دې مشرانو د مخامخ لیدو خبره د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په نوښته را پورته شوې ده.

خو نن شنبه ښاغلي روحاني وویل، امریکا باید په دې برخه کې لومړی ګام واخلي او د ایران پر ضد لګېدلي بندیزونه دې لېرې کړي.

نوموړي ویلي، له دې ګام پرته به اوسنی وضعیت په همدې ډول دوام وکړي.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل، حسن روحاني ډېر نه پېژني، خو په دې باور دی چې ایرانیان غواړي له امریکا سره خبرو ته کېني او روان وضعیت ته یو مناسب حل ولټوي.

په همدې خبري ناسته کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکغون هم د ولسمشر ټرمپ ترڅنګ ولاړ و. ښاغلي مکغون وویل، غواړي چې د ایران او د امریکا ترمنځ روان تاوجن وضعیت ختم شي او په همدې موخه یې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پاریس ته د خبرو لپاره ور بللې و.

Macron and Trump

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د فرانسې ولسمشر غواړي چې ډونلډ ټرمپ له حسن روحاني سره وګوري

ښاغلي ظریف پرون په داسې حال کې پاریس ته ناڅاپي سفر وکړ چې د دې هېواد په بیاریتز سیمه کې د جې ۷ هېوادونو د مشرانو غونډه هم روانه ده.

وروسته له هغه چې د ولسمشر ټرمپ حکومت له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اتومي تړونه لاس پر سر شو، د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي.

اروپایي هېوادونه اوس هم دې تړون ته ژمن دي او بیا بیا یې پر امریکا غږ کړی چې پر خپله پرېکړه بیا غور وکړي. خو ولسمشر ټرمپ تل ویلي چې دا تړون یوه لویه تېروتنه وه.