ولسمشر ټرمپ: له حسن روحاني سره زما کتنه ممکنه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، شونې ده چې نوموړی په راتلونکو څو اوونیو کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره مخامخ وګوري. نوموړي دا څرګندونې په فرانسه کې د نړۍ د ۷ لویو اقتصادي هېوادونو د سرمشریزې په څنګ کې په یوه خبري ناسته کې وکړې.
ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل، حسن روحاني ډېر نه پېژني، خو په دې باور دی چې ایرانیان غواړي له امریکا سره خبرو ته کېني او روان وضعیت ته یو مناسب حل ولټوي.
په همدې خبري ناسته کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکغون هم د ولسمشر ټرمپ ترڅنګ ولاړ و. ښاغلي مکغون وویل، غواړي چې د ایران او د امریکا ترمنځ روان تاوجن وضعیت ختم شي او په همدې موخه یې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پاریس ته د خبرو لپاره ور بللې و.
ښاغلي ظریف پرون په داسې حال کې پاریس ته ناڅاپي سفر وکړ چې د دې هېواد په بیاریتز سیمه کې د جې ۷ هېوادونو د مشرانو غونډه هم روانه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دوشنبې پر ورځ ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل، د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ اتومي تړون یوه تېروتنه وه چې باید نه وای شوې.
نوموړي وویل، د امریکا د بندیزیونو له کبله د ایران اقتصاد تر سخت فشار لاندې دی او تهران غواړي چې ژر تر ژره دا ستونزه حل شي.
ولسمشر ټرمپ وویل، دی د ایران له ولس سره کومه ستونزه نه لري او نه غواړي چې عام خلک د دې بندیزونو له کبله وکړېږي، خو ټینګار یې وکړ چې په هېڅ بیه به اجازه ورنکړي چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي.
ولسمشر ټرمپ وویل، امریکا په ایران کې د نظام بدلون نه غواړي، خو دا غواړي چې تهران په خپل چلن کې بدلون راولي او له ورانکارۍ ډډه وکړي.
ده زیاته کړه چې تر دوه کاله مخکې ایران په نړۍ او سیمه کې د ترهګرو تر ټولو لوی ملاتړی هېواد و، خو له هغه راهیسې چې دی ولسمشر شوی، وضعیت بدل شوی دی.
وروسته له هغه چې د ولسمشر ټرمپ حکومت له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اتومي تړونه لاس پر سر شو، د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي.
اروپایي هېوادونه اوس هم دې تړون ته ژمن دي او بیا بیا یې پر امریکا غږ کړی چې پر خپله پرېکړه بیا غور وکړي. خو ولسمشر ټرمپ تل ویلي چې دا تړون یوه لویه تېروتنه وه.









