د ایران د دفاع وزیر: امریکا سیمه نا امنوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په یو شمېر عربي هېوادونو کې د ایران د دفاع وزیر امیر خاتمي له خپلو یو شمېر سیالانو سره په خبرو کې ویلي، د فارس خلیج کې د امریکا په مشرۍ پوځي ائتلاف به د سیمې د نا امنۍ لامل شي.
د پنجشنبې په ورځ خاتمي د ټیلیفون له لارې خپلو کویټي، قطري او عماني سیالانو سره د خبرداري په بڼه د امریکا له لوري د جوړ شوي ائتلاف پر وړاندې په فارس خلیج کې د هُرمز تنګې د امنیت غوښتنه وکړه او همدارنګه نوموړي په دې ائتلاف کې د اسرائیلو د احتمالي ګډون یادونه هم وکړه.
د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ښاغلي خاتمي ویلي د ایران د سویلي برخې په اوبو کې د اسرائیل پوځي حرکتونه "پارونکي" دي چې ناوړه پایله به ولري.
وروسته له هغه چې فارس خلیج کې تاوتریخوالی زیات شو، امریکا اعلان وکړ چې په هُرمز تنګي کې د بیړیو د تګ راتګ د امنیت لپاره یو نړیوال ائتلاف جوړ کړي. خو
برتانیا په دې ائتلاف کې د ګډون اعلان نه دی کړی خو جاپان او جرمني بیا دې ائتلاف کې له ګډونه ډډه کړې.
په ورته وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو د ټرانسپورټ وزارت د فارس خلیج په هُرمز تنګي کې د بار وړلو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی.
دې ادارې په خپله خبرپاڼه کې لیکلي، سیمه کې پوځي حرکتونه او سیاسي کړکېچ سوداګرو ته جدي ګواښونه پیدا کړي دي.
د فارس په خلیج کې دا ناندرې وروسته له هغې راولاړې شوې چې په جبل الطارق کې د ایران تېل وړونکې بېړۍ ودرول شوه او ایران بیا په ورته اقدام کې د برتانیا یوه بېړۍ ودروله.
له دې وړاندې په شپږو سوداګریزو بیړیو حمله وشوه چې په هغه کې ایران تورن شو چې ګواکی دا حملې د دوی له لوري شوي، خو ایران بیا دا رد کړه.
ایران همدا راز یوه امریکايي بې پیلوټه الوتکه هم ویشتي وه.








