څېړنه: ورزشکاران له پاملرنې سره سره خراب غاښونه لري

غاښونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څېړونکو ویل چې ورزشکاران دې باید د غاښونو د څارنې لپاره نور ګامونه هم پورته کړي.

یوه څېړنه ښیې چې نوموتي ورزشکاران د ډېرې پاملرنې سره سره هم د نورو خلکو په پرتله خراب غاښونه لري. د ' UCL' ساینسپوهانو له ۳۵۲ ورزشي برېتانوي اتلانو سره د هغو کسانو په ګډون چې د برازیل د ۲۰۱۶ میلادي کال د فوټبال "ریو" اولمپیکي سیالیو ته یې ځان چمتو کړی وو، مرکې کړي.

دې مرکو ښودلې چې دوی په ورځ کې دوه ځله برس کړی خو بیا هم ستونزه لري.

څېړونکو ویل چې ورزشکاران دې باید د غاښونو د څارنې لپاره نور ګامونه هم پورته کړي.

ډېری پخوانیو څېړنو ښودلې چې د فوټبال له لوبغاړو تر لندن ۲۰۱۲ میلادي کال سیالیو پورې روغتیايي ستونزې لرلې.

په انګلستان کې نښو نښانو ښودلې چې د غاښو د خرابوالي کچه یوه په درېیمه برخه د شاوخوا نیمه غوره ورزش کوونکي جوړوي.

وروستۍ څېړنې، په بریتانیا کې د غاښونو د ژورنال له خوا خپره شوې او د دې څېړنو د سپړلو هڅه یې کړې چې ولې؟

له هغه اکاډمیکو لوبغاړو سره مرکې شوې چې په ۱۱ سپورټي سیالیو کې یې ګډون لاره، لکه د بایسکل ځغلولو، لامبو وهلو، هاکي، کښتۍ چلونه، رګبي، فوټبال او سیلینګ لوبې دي.

دې څېړنې دا په ډاګه کړه:

  • ۹۴ سلنه لوبغاړو چې په ورځ کې دوه ځله غاښونه برسوي پرتله شوي له ۷۵ سلنه عامو خلکو سره.
  • ۴۴ سلنه لوبغاړي په منظم ډول پرتله شوي له ۲۱سلنه خلکو سره .

سګرټ څښل او په عمومي ډول خواړه هم د غوره لوبغاړو لپاره خورا ښه وو.

په هرصورت، د "یو سي اېل" یو تن څیړونکې ډاکټرې جولیا ګلاګر وايي، دوی د روزنې او سیالۍ په لړ کې سپورټي مشروبات، انرژيانې په مکرر ډول کاروي.

نوموړې وویل: "په دې محصولاتو کې بوره د غاښونو د رالوېدو خطر او د دوی تېزابیت د تخریب خطر ډېروي، موږ د غاښونو د معاینې په جریان کې ولیدل چې دا کیدی شي د غاښونو د خرابېدو او د اسید له منځه وړلو سره مرسته وکړي."

  • ۸۷ سلنه سپورټي څښاک کاروي.
  • ۵۹ سلنه یې منع شوي څښاک کاروي.
  • ۷۰ سلنه یې انرژي لرونکي جېلونه (هغه څښاک دي چې د ورزش په وخت کې لوبغاړي ته انرژي ورکوي) کاروي.

بل خوا دا هم ویل شوي چې د تمرین په وخت کې د ډېر ساه اخېستو له امله د لوبغاړو خوله وچه نو په خوله کې د لیاړو ساتنه کمېږي نو د دې لپاره ځینې وړاندیزونه شته چې د تمرین په وخت کې د لوبغاړو له روغتیا سره مرسته کوي.

Cyclists

د عکس سرچینه، Getty Images

د ورزش د ګټلو او بایللو ترمینځ توپیر خورا لږ دی، نو حتی کوچني اصلاحات یو مهم توپیر رامنځته کولی شي.

راپور وایي چې ورزشکاران ښايي د غاښونو اضافي مرستې ته اړتیا ولري کوم کې چې د غاښونو په پاکوالي کې د فلوراېډو زیات کارول دي.

ډاکټره ګلاګر وايي:"ورزشکاران باید په خپل چلند کې د پام بدلون راولي لکه په فلورایډو د غاښونو زیات مینځل، په هنداره کې د غاښونو زیات زیات لیدل او د سپورټي مشروباتو لږ کارول دا بیا د خولې له روغتیا ته وده ورکوي."

پر دې مطالعې څېړنه لا دمخه ترسره شوې خو پایلې یې تراوسه نه دي معلومې.