هندي ډاکټرانو د یو میاشتیني ماشوم اوه غاښونه واېستل

د عکس سرچینه، Getty Images
هندي ډاکټرانو د دغه هېواد په ګوجرات ایالت کې د یوه یومیاشتیني ماشوم ۷ غاښونه و اېستل.
د غاښونو ډاکټرې میت راماتري چې د دغه ماشوم د غاښونو اېستلو عملیات یې تر سره کړي، د بي بي سي د هندۍ برخې خبریالې سوشیلا سینګ ته ویلي، د ماشوم وضعیت اوس ښه دی.
هغې ویلي، د ماشوم غاښونه یې په دوو پړاوونو کې واېستل: "لومړی مو د ماشوم څلور غاښونه وایستل او بیا مو ور پسې درې نور."
ډاکټران وايي، د له زېږېدو سره سم د ماشوم غاښونه راختلي وو.
د ماشوم موروپلار تر هغه وروسته ماشوم روغتون ته یووړ چې د تي په ربدلو کې یې ستونزه لرله. ډاکټرانو د ماشوم تر کتنې وروسته هغه د غاښونو ډاکټر ته ولېږه.
ډاکټره راماتري وايي، کله مې چې ماشوم وکوت، ومې لیدل چې اوه غاښونه لري او ټولو غاښونو یې وده کړې ده.
ډاکټره راماتري وايي، ورته پېښه یې تر دا مهاله نه وه لیدلي، خو ډېره ناعادي چاره هم نه ده.
هغې زیاته کړې، ستونزمنه ده ووايي، د ماشوم د غاښونو د اېستلو چاره به په راتلونکي کې د ماشوم د غاښونو په وده څه اغېز وکا.










