هند: د جنسي تېري په تور د نیول شوي 'مذهبي مشر' ماڼۍ

هند کې د جنسي تېري په تور د نیول شوي مذهبي مشر ماڼۍ په تصویرونو کې. ګورو ګرومیت، رام رحیم سینګ د محکمې له پرېکړې وروسته زنداني دی.

Welcome sign of the 'Dera Sacha Sauda' ashram

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند هریانه ایالت کې د 'دېره سچا سودا' په نامه د رام رحیم سینګ مذهبي مرکز دروازه چې یو مهال به د نوموړي لیدو ته زرګونه کسان هره ورځ له دغې دروازې تېرېدل. دغه مرکز په زر هیکتاره ځکه جوړ شوی دی.
Villas in the resort resemble famous buildings

د عکس سرچینه، Manoj Dhaka

د عکس تشریح، په مرکز کې دننه د نړۍ د مشهورو ودانیو تقلید شوی دی او د پنځه ستوریزو هوټلونو په څېر خدمتونه یې وړاندې کول
An electric car

د عکس سرچینه، Manoj Dhaka

د عکس تشریح، په مرکز کې د ننه رستورانونو ته د خلکو لېږدولو لپاره کښتۍ ته ورته موټر کاروول کېده.
MSG Glorious International School

د عکس سرچینه، Manoj Dhaka

د عکس تشریح، دغه مرکز کې یو ښوونځی هم شته، چې د موسس په توګه پرې د ګرومیت سینګ نوم لیکل شوی.
A tunnel-like entrance to Singh's mansion

د عکس سرچینه، Manoj Dhaka

د عکس تشریح، د ګرو ماڼۍ ته غځېدلې لار چې سرنګ ته ورته ده. ویل کېږي نوموړي په خپله ماڼۍ کې پر ګڼو مریدانو مېرمنو جنسي تېری کړی، چې اوس له همدې کبله د زندان سزا ورکړل شوې.
Khel gaon or "play village"

د عکس سرچینه، Manoj Dhaka

د عکس تشریح، 'سپورت کلی' د مرکز پر وېبپاڼه ادعا شوې چې هدف یې اولمپیک لوبو کې د هند لپاره د ډېرو مډالونو ګټل دي.
Followers outside the "Dera Sacha Sauda" ashram in Sirsa

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له ښي اړخه کیڼ ته د فرقې د موسس شهنشاه مستانه، ورپسې دویم ګرو شاه ستنام سینګ او وروستی تصویر د ګرو ګرومیت رام رحیم سینګ دی.