ټرمپ ډنمارک ته: چې ګرینلنډ نه راباندې خرڅوئ، نه درځم

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ډنمارک لومړۍ وزیرې ویلي ګرینلډ پر امریکا نه پولري

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ډنمارک خپل رسمي سفر وروسته له هغه لغوه کړی چې ډنمارک پر نوموړي د ګرینلنډ ټاپو له خرڅولو انکار وکړ. ولسمشر ټرمپ څو ورځې وړاندې ویلي وو چې د امریکا حکومت غواړي د ګرینلډ ټاپو له ډنمارکه په پیسو را ونیسي، ځکه د ده په وینا دا ټاپو خورا ډېرې طبیعي زېرمې لري.

خو د ډنمارک حکومت د ولسمشر ټرمپ دا خبره بابیزه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دوی خاوره د پلور لپاره نه ده. همدې ځواب ولسمشر ټرمپ دې ته اړ ایست چې ډنمارک ته خپل رسمي سفر لغوه کړي.

د ډنمارک لومړۍ وزیره میټي فریدیریکسین وايي، ولسمشر ټرمپ سفر لغوه کولو اعلان خپه کړې ده. نوموړې وايي، دوی موږ د امریکا ولسمشر لیدو ته سترګې پر لار وو او بشپړ چمتوالی شوی و.

مېرمن فریدیریکسین د ګرین لنډ په نامه د ټاپو نه پلور خبره بیا تکرار کړه چې د ډنمارک ملکیت دی.

ولسمشر ټرمپ د ډنمارک ملکې مارګریټ -۲ په بلنه د سپتمبر پر دویمه نېټه ډنمارک ته سفر تابیا نیولې وه.

ګرینلډ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ګرینلډ تر اسټرالیا وروسته دویم تر ټولو لوی بر اعظم دی

ښاغلي ټرمپ د سې شنبې پر ورځ یوه ټویټر پیغام کې د یوه دوست هېواد په توګه د ډنمارک ستاینې تر څنګ وویل، دغه هېواد ته یې اوس سفر ځکه ځنډولی چې په وینا یې مېرمن فریدیریکسین د ګرین لنډ ټاپو د پلور خبرو ته لیواله نه ده.

پر دوشنبه ولسمشر پر ټویټر د یوه اسمان څکې ودانۍ یو تصویر خپور کړ چې پر دغه ټاپو د یوه کوچني کلي کورونو منځ کې ولاړ دی.

د ډنمارک خلکو ګوند مشر کرستیان تهولیزین دهال د ولسمشر په دې څرګندونو پورې ملنډې ووهلې، چې ګومان کېږي د دغه مهم رسمي سفر د لغو کېدو سبب شوې. نوموړي پر ټویټر ولیکل:

دغه راز د ډنمارک محافظه کار ګوند پارلمان غړي راسموس جارلوف د ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې د خپل هېواد بې احترامي وبلله.

ویل کېږي چې په ګرینلنډ ټاپو کې ښایي د ډبرو سکرو، مسو، جستو او اوسپنې زېرمې د ښاغلي ټرمپ د لیوالتیا یو سبب وي.

ګرین لنډ له اسټرالیا وروسته چې پخپل ځای یو براعظم بلل کېږي، د نړۍ تر ټولو لوی ټاپو دی.

دا سیمه د ډنمارک ملکیت دی چې په کور دننه خپلواکه ده او د شمالي اتلانتیک سمندر او د شمالي اقیانوس سمندرونو تر منځ پروت دی