عام محضر کې انګېلا مېرکل درېیم ځل ورېږدېده

د عکس سرچینه، AFP
د جرمني صدر اعظمه انګېلا مېرکل په تېره یوه میاشت کې درې ځله په عام محضر کې ورېږېده.
په یوه وېډیو کې ښکاري چې د فنلنډ د لومړي وزیر ترڅنګ په برلین کې هرکلي ته ولاړه ده او رېږدي.
د هغې رېږدېدا څه باندې یوه دقیقه وخت ونیو، خو صدراعظمې وویل، "ښه ده" او "کومه د اندېښنې خبره نه شته."
د حکومت یوه ویاند ویلي، هغه د تېر په څېر خپلو غونډو او له مهالوېش سره سم خپلو چارو ته دوام ورکوي.
مېرکل په داسې حال کې ورېږدېده چې وروستی ځل دوه اونۍ وړاندې جاپان ته د شلو هېوادونو سرمشریزه کې تر سفر مخکې هم رېږدېدلې وه.
هغې د سرمشریزې په څنډو کې خبریالان وته وویل "ښه ده".
د چارشنبې په ورځ انګېلا میرکل اړه شوه چې خپلې مټې ټینګې ونیسي او خپله رېږدېدا کابو کړي.
لومړی ځل انګېلا میرکل تېره میاشت د اوکرایین د ولمسشر ولادیمیر زیلانڅکي په هرکلي کې ورېږدېده.
د جرمني حکومت را دوي چې ګني میرکل کومه روغتیايي ستونزه لري.
مېرکل د پنځم ځل لپاره د خپل حکومت مشري کوي، هغه په ۲۰۰۵ کال لومړۍ وزیره وټاکل شوه. دا وايي په ۲۰۲۱ کال به له سیاسته لاس واخلي.










