هند: ترافیکي پېښه کې له ۴۰ ډېر کسان وژل شوي

هند

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، مرستندویانو د ژوندي پاتې کسانو ایستلو لپاره یوه بل ته لاسونه ورکړي

په هند کې ګړنګ ته د یوه بس غورځېدو له کبله لږ تر لږه ۴۴ کسان وژل شوي دي. په دغه پېښه کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي، چې د غرني هیماچل پردېش ایالت په کولو سیمه کې د پنجشنبې پر ورځ شوې.

ویل کېږي په دغه بس کې هغه وخت ۶۰ کسان ناست وو، چې یوه کږلیچ کې له لارې ووت او لاندې ژور ګړنګ ته وښويد. رپوټونو کې ویل شوي، ځینې کسان د بس پر چت هم ناست وو.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په یوه ټویټر پیغام کې د پېښې په تړاو 'ژور خفګان ' ښوولی.

چارواکو لومړي سر کې ویل، پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي دي، خو وروسته یې زیاته کړه چې پېښه کې ۱۹ نور ټپي شوي کسان هم وژل شوي دي.

په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې چیت او چبول شوی ګاډی د یوه خوړ غاړې ته پروت دی او مرستندویانو یوه بل ته لاسونه ورکړي چې ژوندي پاتې کسان خوندي ځای ته ورسوي.

هند

د عکس سرچینه، AFP

د کولو سیمې پولیس مشرې شالني اګنيهوتري اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، وژل شویو کې هغه ښځې او ماشومان ډېر دي، چې له کارونو او ښونځیو کورونو ته ستنېدل.

هند کې خونړۍ ترافیکي پېښې معمول دي او یوازې هیماچل پردېش کې یې شمېر د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ ۳۰ زرو ته رسېږي. د ټایمز اف انډیا رپوټ کې ویل شوي، دغه موده کې ۱۱ زره کسان وژل شوي دي او څه باندې ۵۴ زره ټپیان شوي دي.