ناسا: د هند مزایل ازموینه لویه تېروتنه وه

هند مزایل

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، هند د مارچ پر ۲۷مه نېټه د بریالۍ ازموینې اعلان وکړ

د امریکا فضایي ادارې (ناسا) د هند لخوا د مزایل په مرسته په فضا کې د یوې سپوږمکۍ ویشتل غندلي او دا یې ناسمه او د نړیوال فضایي مرکز لپاره خطرناکه چاره بللې ده. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د مارچ پر ۲۷مه نېټه اعلان وکړ چې دوی په فضا کې یوه سپوږمکۍ په مزایل ویشتلې، او له دې ازموینې وروسته هند اوس یو "فضایي ځواک" دی.

خو د ناسا مشر جېم برایډن سټاین وایي، د ویشتل شوې سپوږمکۍ ۴۰۰ ماتې ټوټې اوس هم په فضا کې پاتې دي، او دا وېره شته چې ځینې یې له نړیوال فضایي مرکز سره وجنګېږي.

د هغه په وینا، د هند له دې ازموینې وروسته نړیوال فضایي مرکز ته ور پېښ ګواښ ۴۴ سلنه لوړ شوی دی.

د هند حکومت له اعلان یوه ورځ وروسته د امریکا د دفاع مرستیال وزیر هم خبرداری ورکړ چې دا ډول کړنې په فضا کې ګډوډي رامنځته کولی شي.

خو هند دا نیوکې ردوي او وایي، ازموینه یې د ۳۰۰ کیلومترو په لوړوالي یا ارتفاع ترسره کړې، ځکه نو دا وېره نشته چې د ویشتل شوې سپوږمکۍ ټوټې دې تر نړیوال فضایي مرکزه ورسېږي.

مودي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر لومړي وزیر مودي نیوکه کېږي چې دا کار یې د سیاسي ګټو لپاره کړی

هند په نړۍ کې څلورم هېواد دی چې دا ډول ازموینه ترسره کوي. تر دې وړاندې په ۲۰۰۷ کال کې چین هم په ورته ازموینې سره نړیواله ټولنه اندېښمنه کړې وه.

د ناسا مشر وایي، د چین او هند له ازموینو وروسته په فضا کې د ویشتل شویو سپوږمکیو کابو لس زره ټوټې پاتې دي، او امریکایی پوځ یې په لټه کې دی.

د وسلو د مخنیوي ادراې او فعالان هم اندېښمن دي چې فضا ورځ تر بلې پوځي بڼه غوره کوي.

له دې ازموینې وروسته هند کولی شي چې د یو دښمن هېواد سپوږمکۍ په فضا کې له منځه یوسي، خو وېره دا ده چې دا ازموینه به د هند او چین ترمنځ دا ډول سیالي لا توده کړي.

په هند کې د ننه هم اپوزیسیون ګوندونو پر لومړي وزیر نرېندرا مودي نیوکه کړې ده چې دا ازموینه یې د راتلونکو ټاکنو په درشل کې د سیاسي ګټې لپاره ترسره کړې.