نیوزیلنډ: د النور جومات دروازې بېرته لمونځ کوونکو ته پرانیستل شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د نیوزیلنډ کرایسټ چرچ ښار النور جومات د مارچ ۱۵ له خونړي بریده وروسته چې لسګونه کسان پکې ووژل شول، لومړی ځل بېرته پرانیستل شو.
دغه جومات له برید وروسته پولیسو د څېړنو بشپړولو لپاره تړلی و، خو د شنبې پر ورځ د مسلمانانو یوې کوچنۍ ډلې ته اجازه ورکړل شوه، چې په جومات کې لمونځ ادا کړي.
پر دوو جوماتونو هغه برید کې پنځوس کسان وژل شوي وو او لسګونه نور ټپیان شوي وو.
د النور جومات له پرانیستل کېدو سره سم کرایسټ چرچ ښار کې نژدې ۳۰۰۰ کسانو یو لاریون وکړ، چې 'د مینې لاریون ' نوم ورکړل شوی او هدف یې د دغه برید قرباني کسانو ته درناوی وړاندې کول بلل شوی.
د لاریون ډېری ګډونوال پټه خوله روان وو او د ځینو لاسونو کې لوحې وې چې د توکمپالنې او سخت دریځۍ ضد شعارونه پرې لیکل شوي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
۲۸ کلن اسټرالیایی سړی برینټن ټارانټ په دغه قضیه کې په یوه وژنه تورن شوی او تمه کېږي نور رسمي تورونه به هم پرې پورې شي.
د جومات اداري چارو یو مسوول سید حسن اي ایف پي خبري اژانس ته وویل:
''موږ یوازې ۱۵ کسانو ته د دې لپاره جومات ته د ورتګ اجازه ورکړه چې وضعیت عادي حالت ته وګرځي. ''
نوموړي ټولو لمونځ کوونکو ته د اجازې ورکولو نېټې په تړاو څه نه دي ویلي.
د جومات پر دیوالونو او غولي د مرمیو نښې پټې شوې دي، دیوالونو ته تازه رنګ ورکړل شوی، خو پر غولي د فرش نشتوالی اوس هم ښيي چې دلته یوه خورا لویه خونړۍ پېښه شوې وه.
لمونځ کوونکو د فرش پر یوه خړ رنګه ټوټه چې د جومات په غولي پورې سرېښ شوې وه، لمونځ ادا کړ. اصف شیخ چې د مارچ پنځلسمې برید پر ورځ دغه جومات کې و، رویټرز خبري اژانس ته وویل:

د عکس سرچینه، AFP
''دا هغه ځای دی چې موږ به پکې لونځ کاوه او موږ به له یوه بل سره لیدل او موږ به بېرته دغه ځای ته راستنېږو. ''
ځايي پولیس وايي، النور جومات ته نژدې لینوډ جومات هم بېرته پرانیستل شوی دی، چې په هغه ورځ پکې له النور جومات وروسته برید شوی و.
بل لور ته پر جوماتو له دې برید وروسته د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جاسندا اردرن د پنجشنبې پر ورځ پر هر ډول نیم اتومات وسلو بندیز اعلان کړ. نوموړې وايي، هیله منه ده چې د اپریل پر ۱۱ به دې لړ کې نوي قوانین وضع شي.
هغه وايي:
''زموږ تاریخ د تل لپاره بدل شو او اوس به مو قانون هم بدل شي. ''
اغلې اردرن راتلونکې اونۍ د دغه برید قربانیانو لپاره په ملي کچه د درناوي وړاندې کولو مراسمو اعلان هم کړی دی.








