"داعش جنګیالیو د البغدادي پرضد د کودتا هڅه کړې"

أبو بكر البغدادي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دغه عیني شاهد دا هم وايي چې "ټول پوهېدل ابو بکر البغدادي چېرې اوسېږي، خو د ښار منځ ته به یې له خپلو ساتونکو سره تللو ته زړه نه ښه کاوه، تل به په اوبل ډوله سره موټر کې ګرځېده."

د برتانیا ګارډین ورځپاڼې د خبریالې مارټن شلوف یوه ځانګړې مرکه خپره کړې، چې وايي، یوه عیني شاهد ورته د "اسلامي دولت" (داعش) د مشر ابو بکر البغدادي پرضد د پاڅون کیسه کړې ده.

ګارډین د مارټن شلوف دې مرکې ته د "د اسلامي دولت ډلې مشر مې په خپلو سترګو لیدلی" نوم ورکړی دی.

عیني شاهد خبریالې ته د دغه پاڅون کیسه کوي او وايي، د یادې ډلې بهرنیو جنګیالیو د ابو بکر البغدادي له ساتونکو سره دوې ورځې جګړه وکړه، خو کودتاچیانو ماتې وخوړه او ووژل شول.

لیکوال وايي، دغه عیني شاهد ګارډین ته دا کیسه وروسته تر هغه وکړه، د سوریې ختیځ کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې له وروستي قلمرو په تېښته بریالی شو.

دی وايي "جګړه په سپټمبر میاشت کې په الکشمه سیمه کې وه، چې باغوز ته څېرمه پرته ده."

د رپوټ لیکوال د ۵۳ کلن عیني شاهد جمعه حمادي له خولې وايي: "ابو بکر البغدادي مې په خپلو سترګو ولید، خوارجو د هغه د نیولو هڅه وکړه، خونړۍ جګړه وشوه، د کورنو منځ کې زښت ډېرې سمڅې وې، ډېری کودتاچیان د تونس وو، هغه مهال یې ډېر کسان ووژل شول."

د البغدادي سور موټر

حمدان زیاتوي: "البغدادي بیا وروسته باغوز ته ولېږدېد، دی او ځانګړي ساتونکي یې په سیمه کې کابو شپږ میاشتې پاتې شول او بیا وتښتېدل."

دغه عیني شاهد دا هم وايي چې "ټول پوهېدل ابو بکر البغدادي چېرې اوسېږي، خو د ښار منځ ته به یې له خپلو ساتونکو سره تللو ته زړه نه ښه کاوه، تل به په اوبل ډوله سره موټر کې ګرځېده."

نوموړی وايي "اسلامي دولت" د کودتا د سمبالوونکي پرسر جایزه اعلان کړه او یا دا چې پخوانی بهرنی جنګیالی معاذ الجیزري باید وموندل شي."

په دې وخت کې د سوریې دیموکراتو ځواکونو اعلان وکړه چې د دغې ترهګرې ډلې ۴۱ مورچل یې نیولي دي.

د رپوټ لیکوال وايي، باور کېده چې د "اسلامي دولت" ډلې مشرانو د برتانوي خبریال جان کانتالي په ګډون ګڼ نیول شوي بهرنیان پنځه کاله د برمته شویو په توګه له ځان سره ساتلي وو.

"نالیدلی شیخ"

د ابو بکر البغدادي په اړه ډېر کم معلومات خپاره شوي، خو د هغه د پټنځي په اړه آن د داعش جنګیالي هم د څه ویلو حق نه لري.

ویل کېږي البغدادي خپلو قومندانانو او پلویانو ته د وینا پرمهال ماسک اچولی وي، چې له همدې کبله په "نالیدلي شیخ" هم مشهور شوی دی.

ابو بکر البغدادي څوک دی؟

البغدادي ۲۰۱۴ کې موصل کې له یوې خطبې وروسته ځان د "اسلامي دولت" نومې ډلې خلیفه اعلان کړ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، البغدادي ۲۰۱۴ کې موصل کې له یوې خطبې وروسته ځان د "اسلامي دولت" نومې ډلې خلیفه اعلان کړ

البغدادي ـ چې دا یې ښايي اصلي نوم نه وي ـ د اټکل له مخې د بغداد شمال سمارا کې په ۱۹۷۱ کال زیږېدلی.

رپوټونه وايي، نوموړی په ۲۰۰۳ کال د امریکا په مشرۍ پر عراق د یرغل پرمهال د ښار په یوه جومات کې ملا امام و.

ځینې باور کوي چې هغه د صدام حسین د واکمنۍ پرمهال هم اورپکی او د جهادیانو په ډله کې و. ځینې نور بیا وايي، نوموړی د عراق سوېل کې د امریکايي ځواکونو اډې اړوندې په "بوکا" زندان کې تر څلور کلني زندان وروسته سخت دریځی شو؛ ځکه چې هلته له ده سره ګڼ القاعده بندیان هم ساتل کېدل.

نوموړی بیا وروسته په عراق کې د القاعدې مشر وټاکل شو، چې بیا وروسته په ۲۰۱۰ کال د همده په هڅو "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډله جوړه شوه.

د ۲۰۱۱ کال اکتوبر میاشت کې، امریکا په رسمي توګه البغدادي "ترهګر" وباله او د هغه د وژلو او یا نیولو پر سر یې ۲۵ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه.

د بغدادي ډلې د ۲۰۱۴ کال جون میاشت کې د ځمکنیو عملیاتو او پر لوېدیځو ښارونو او د ۲۰۵ کال نومبر کې پاریس کې د خونړیو بریدونو له پیلولو مخکې د عراق دویم ستر ښار موصل ونیو.