کوم هېواد کې ښوونکي ته تر ټولو ډېر درناوی کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
یوې نوې سروې کې ویل شوي چین، مالیزیا یا تایوان هغه هېوادونه دي، چې د نړۍ بل هر هېواد پرتله د ښوونکو ډېر درناوی پکې کېږي.
سروې کې ویل شوي برازیل، اسراییل او ایټالیا هغه هېوادونه بلل شوي، چې د ښوونکو درناوي پکې تر ټولو کم دی.
دغه سروې کې له ۳۵ زره کسانو پوښتنې شوې او پایلې ښيي چې چین له ۸۱ نمرو سره د هغو هېوادونو د نوملړ سر کې راځي چې زده کونکي په کې د خپلو ښوونکو ډېر درناوی کوي.
د سروې له مخې اروپا او جنوبي امریکا کې د زده کونکو لخوا ښوونکو ته د درناوي لپاره تر څه حده بدګوماني شته، خو داسې ښکاري چې په ځانګړې توګه اسیا کې د سنګاپور او کوریا په څېر هېوادونو په ګډون ښوونکو ته ډېر درناوی کېږي.
ویل کېږي دغو هېوادونو کې د نړیوالې کچې امتحانونو پایلې هم ښې دي او څېړونکي په دې باور دي، چې که د ښوونکو دندې ته په درنه سترګه وکتل شي د ښوونې او روزنې معیار هم ورسره ښه کېږي.
سروې کې له خلکو یوه پوښتنه دا شوې، چې ایا دوی غواړي چې خپل ماشومان یې راتلونکي کې د ښوونکي یا ښوونکې په توګه دنده وکړي؟
په چین، هند او ګانا کې ډېرو خلکو غوښتل اولادونه یې د راتلونکي وخت ښوونکي شي، خو په روسیه، اسراییل او جاپان کې بیا لږو خلکو هیله ښوولې چې ماشومان یې د ښوونکیو په توګه دنده وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغې سروې پایلې ورکې فاونډېشن نومې خیریه ټولنې خپرې کړې، چې د ښوونکو د خیر ښېګړې لپاره فعالیت کوي.








