پیغمبر ته په سپکاوي د تورنې مېړه لوېدیځ کې پنا غواړي

د اسیه بي بي پر براءت پاکستان کې پراخ اعتراضونه وشول

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د اسیه بي بي پر براءت پاکستان کې پراخ اعتراضونه وشول

د پاکستان ستره محکمه کې د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي د تورنې اسیه بي بي مېړه وايي، اوس یې کورنۍ پاکستان کې په لوی خطر کې ده او بهر کې پنا غواړي. د برتانیا د کورنیو چارو وزات دې غوښتنې ته عمومي ځواب ورکړی دی.

د اسیه بي بي مېړه عاشق مسیح وايي، د له پاکستان تحریک لبیک سره یې اوس د کورنۍ ژوند په خطر کې دی، همدا ده چې برتانیا،‌ امریکا یا کاناډا کې پنا غواړي.

له دې مخکې نوموړي بي بي سي ته ویلي و، له خوشې کېدو وروسته باید اسیه بي بي هم کوم بل هېواد ته لاړه شي. ویل کېږي یو شمېر لویدیځو هېوادونو هغې ته د پناه ورکولو وړاندیز کړی دی.

عاشق مسیح په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي، "د برتانیا له لومړۍ وزیرې غواړم چې له موږ سره د زموږ د ازادۍ په برخه کې تر ممکنه حده مرسته وکړي."

نوموړي د امریکا او کاناډا له مشرانو هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې ګارډین لیکي، د برتانیا د پارلمان غړي او د بهرنۍ کمېټې مشر ټام توجیندات ویلي، له کورنیو چارو وزارت یې د دې قضیې د عاجلې ارزونې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدي بي بي سي ته ویلي، د اسیه بي بي د خوندیتوب لپاره یې بندوبست کړی دی:

"هو وضعیت اندېښمنوونکی دی چې موږ ورسره لاس او ګرېوان یو، خو زه ډاډه یم چې د هغې ژوند په خطر کې نه دی."

د اسیه بي بي وکیل بهر ته تللی

پاکستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، مدافع وکیل سیف الملوک د خپلې موکلې له خوشې کېدو وروسته له هېواده وتلی دی

وړاندې عاشق مسیح د جرمني له دویچ ویله سره مرکه کې ویلي وو،‌ د اسیه بي بي له براءت وروسته د مظاهره کوونکو او حکومت ترمنځ‌ له هوکړې وروسته یې د کورنۍ اندېښنه ډېره شوې ده.

اسیه نورین چې په اسیه بي بي مشوره شوې ده، په ۲۰۱۰ کال د اسلام پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ته په سپکاوي تورنه شوې وه، خو تېره اونۍ یې د خوشي کولو امر وشو چې پاکستان کې درې ورځې پرله پسې مظاهرې وشوې.

ږ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، عاشق مسیح په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي، "د برتانیا له لومړۍ وزیرې غواړم چې له موږ سره د زموږ د ازادۍ په برخه کې تر ممکنه حده مرسته وکړي."

وړمه شپه د پاکستان حکومت له هغو مظاهره کوونکو سره یوې هوکړې ته ورسېد چې اسلام ته د سپکاوي په تور د نیول شوې مسیحۍ مېرمن اسیه بي بي پر براءت قهرېدلي وو.

هغې ته مخکې د مرګ سزا اورول شوې وه. اسیه بي بي له هېواده وتلو ته نه پرېښودل کېږي، خو لا روښانه نه ده چې د څومره مودې لپاره.

مظاهره کوونکي به دغه راز اجازه ولري، چې د هغې د خوشې کېدو د پرېکړې خلاف د پاکستان سترې محکمې ته د استیناف عریضه هم وکړي.

پاکستان کې مذهب تهد سپکاوي مخنیوي قانون

اسیه بي بي اسلام ته د سپکاوي په تور اته کاله بندي شوه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اسیه بي بي اسلام ته د سپکاوي په تور اته کاله بندي شوه

پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي مخنیوي قانون له مخې د اعدام سزا ورکول کېدای شي. اعتراض کونکي وايي، دغه قوانین د لږکیو خلاف کارول کېږي. دغه قوانین لومړی ځل پر هندوستان د برتانوي واکمنۍ پر مهال ۱۸۶۰ کال کې تصویب شول او ورسته ۱۹۲۷ کال کې پکې زیاتوالی راوستل شو. له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۶ کال پورې د پوځي واکمن جنرال ضیاالحق حکومت پر مهال دغه قانون کې یو شمېر مادې ورزیاتې شوې. جنرال ضیاالحق غوښتل د دغه قانون له مخې احمدیه فرقې پاکستانیان چې ۱۹۷۳ کال کې نامسلمان بلل شوي وو، له مسلمانانو نور هم جلا کړي.