د افغان کډوال ملاتړې سوېډنۍ محاکمه کېږي

د عکس سرچینه، FB
هغه سوېډنۍ چې له خپل هېواد د افغان کډوال د وتلو مخنیوی یې وکړ، د هوایي حقونو د خلاف ورزۍ په تور محاکمه کېږي.
په ګوتنبرګ کې محکمه الین ارسن د پیلوټ غوښتنو ته د نه پاملرنې له امله د هوايي قانون په زیانمنولو تورنوي.
د ګارډین رپوټ وايي، د ګوتنبرګ محکمې تراوسه د الین راسن د محاکمه کولو نېټه نه ده ټاکلې.
الین ارسن د هغې الوتکې ټیکټ کړی و چې ټاکلې وه د تېر جولای په ۲۳ پکې افغان کډوال له سوېډن وشړل شي.
کله چې الوتکې ته ننوتله همغه افغان نه بلکې یو بل افغان په الوتکه کې و او هغه هم له دغه هېواد اېستل کېده.
الین په الوتکه کې د دغه افغان د اېستلو پرضد هم اعتراض وکړ.
مسوولانو بیا بیا پر الین غږ وکړ چې خپل ځای کې کېني، خو هغې د افغان کډوال په ملاتړ اعتراض جاري وساته.
الین دا اعتراض نېغ له فیسبوک خپور کړ، میلیوني شهرت یې ترلاسه کړ او خواله رسنیو کې یې پراخ هرکلی وشو.
د دې ویډیو له ۱۳ میلیونو ډېرو کسانو لیدلې ده.
د ګارډین د رپوټ له مخې، وروسته معلومه شوه چې دغه افغان جرمي مخینه درلود او د الین ارسن له اعتراض یوه ورځ وروسته ستون کړل شو.
سوېډنۍ ته قانوني ستونزه

د عکس سرچینه، Getty Images
شړل کېدونکی افغان د سوېډن د بندونو د خدمتونو ادارې مامورانو الوتکې ته بوولی و.
د دې ادارې د رسنیو مسوول اولف موسبرګ له بي بي سي سره خبرو کې وویل:
د کډوالۍ دوسیو په اړه د کډوالۍ اداره پرېکړه کوي... که د چا د اېستلو پرېکړه وکړي، نو سرحدي پولیسو ته یې سپاري، وروسته پولیس موږ ته وايي، چې د هغه د اېستلو بهیر بشپړ کړو.
هغه زیاتوي د الین د اعتراض له امله پیلوټ اړ شو چې موږ او هغه افغان الوتکه کې ونه اوسو.
هغه وخت رسنیو وویل، چې دا کډوال باید و اېستل شي او دغه سوېډنۍ فعاله چې د اېستلو مخنیوی یې کاوه له قانوني چلن سره مخ شي، ځکه مساپر اړ دي چې د پیلوټ خبرې ومني.
د کډوالو اېستل لا هم ټوله اروپا کې جنجالي مسله ده.
وروستیو کې یو افغان کډول چې له جرمني اېستل شوی و د کابل په یوه هوټل کې ځانوژنه وکړه.








