د مار زړه، د چونګښو ښوروا او د موږک شراب؟

د عکس سرچینه، Getty Images
که څوک داسې پنیر وویني، چې له غونځېدونکو چینجیو ډک وي، ښايي خوا یې وګرځي، خو د ایټالیا په ساردینیا ټاپو کې ډېر خلک د داسې خوړو له نوم اورېدو سره د چا خبره شونډې څټي.
د سوېډن مالمو ښار کې اوس یو داسې نندارتون پیل شوی، چې د بېلا بېلو کلتورونو داسې خواړه پکې ایښي، چې معمولاً د نړۍ په ځینې نورو برخو کې په ډېره کرکه ورکتل کېږي یا لږ تر لږه په لیدو یې د خلکو شونډې بوڅې او خوله بې خونده شي.
نندارتون ته د 'بېلا بېلو کلتورنو د خوړو تنوع ' نوم ورکړل شوی، چې د روانې اکتوبر میاشتې تر ۳۱ مې دوام کوي او وروسته به د نړۍ نورو برخو ته هم ولېږدول شي.
د نندارتون تنظیموونکي وايي، هدف یې د خوړو په تړاو د خلکو تصور او فکر انداز بدلول دي. روان پوه او منتظم سمویل ویسټ وايي:
''خواړه زموږ د کلتور مهمه پېژندګلوۍ ده او دا تر ډېره حده له هغو حالاتو سره غوټه دی، چې موږ پکې ژوند کړی او لوی شوي یو. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
ویسټ او ملګري یې د نړۍ لر، بر کې وګرځېدل، داسې درې سوه ډوله خواړه یې وموندل چې ځينې یې خوندور بولي او نورو ته ډېر مکروه ښکاري او دوی له دې ټولګې ۸۰ ډوله خواړه د نندارتون لپاره وټاکل.
له چینجیو ډک پنیر(ايټالیا)
د ایټالیا ساردینیا ټاپو کې پیکورینو نومي پنیر د دې لپاره بهر ايښودل کېږي، چې مچان پکې هګۍ واچوي.
له دې هګیو لاروا زېږي، خوړونکي یې کوښښ کوي، چې له خوځېدونکو چینجیو خپله سترګې وساتي او ژوندي چینجي له دې کبله هم خطرناک بلل کېږي، چې کېدای شي معده کې ژوندي پاتې شي یا کله نا کله کولمو کې سوري هم کولای شي.

د عکس سرچینه، Anja Barte Telin
د ایټالیا ساردینیا ټاپو کې پیکورینو نومي پنیر د دې لپاره بهر ايښودل کېږي، چې مچان پکې هګۍ واچوي. له دې هګیو لاروا زېږي، خوړونکي یې کوښښ کوي، چې له خوځېدونکو چینجیو خپله سترګې وساتي او ژوندي چینجي له دې کبله هم خطرناک بلل کېږي، چې کېدای شي معده کې ژوندي پاتې شي یا کله نا کله کولمو کې سوري هم کولای شي.
د غوايي تناسلي اله (چین)

د عکس سرچینه، Anja Barte Telin
چین کې داسې انګېرنه شته، چې د غوايي تناسلي الې له خوراک سره د نارینه وو قوت زیاتېږي.
نینې شوي پراونز(یوګانډا)

د عکس سرچینه، Getty Images
د افریقا یو شمېر هېوادونو کې نینې شوي پراونز یا (جینګه) ډېر خلک په مینه خوري او ځینې یې بیا د اوربشو له اوبو سره یو ځای استعمالوي.
د ميږي هګۍ(مکسیکو)

د عکس سرچینه، Getty Images
تاریخپوهان وايي، له پېړیو راهیسې د مکسیکو ځینې خلک د مېږتنو هګۍ له نورو مسالو سره یو ځای پخوي او له چټني یا چکني سره یو ځای یې خوري.
د مار زړه (ویتنام)

د عکس سرچینه، Getty Images
د کوبرا ډوله مار زړه خوړل هم د نارینه وو ځانګړي قوت لپاره ګټور بلل کېږي. دوی لومړی مار په اوبو کې اېښوي، وروسته یې غوښه خوري او زړه یې له وډکا ډوله شرابو او د مار له وینې سره یو ځای خوري.
د پسه سترګه(افغانستان، ایران، عراق)

د عکس سرچینه، Mo Styles
کابل، تهران او بغداد کې ځینې خلک د سترګو، مغز، کولمو او ان ښنګرو په ګډون د پسه د بدن اکثره برخې د خوړو په څېر استعمالوي.
د خنزیر اېشول شوې وینه (برتانیا)

د عکس سرچینه، Getty Images
برتانویان د بلک پډینګ په نامه یو ډول دودیز خواړه لري. دوی د خنزیز وینه، وازده له اوړو سره ګډوي او د بلک پډنګ په نامه یې پرني ډوله پخوي.
د چونګښو ښوروا (پیرو)

د عکس سرچینه، Getty Images
پیرو کې ځينې خلک ټټیکاکا نومي چونګښې له هګیو، شاتو او مسالو سره ګډې پخوي او داسې ګومان کېږي، چې دا هم د نارینه وو ځانګړي قوت لپاره ګټور خواړه دي. دې خوړو ته د پیرو ویاګرا نوم هم ورکړل شوی دی.
د چرګ د سینې پرنی(ترکیه)

د عکس سرچینه، Getty Images
له عثماني خلافت راهیسې ترکان د چرګ د سینې له غوښې، شیدو، دارچیني، اوړو او بورې جوړ شوي پرني ډوله خواړه د اشرافو یا امیرانو لپاره ځانګړی خوراک بولي.
د موږک شراب(چین)

د عکس سرچینه، Mo Styles
د موږک شراب د چینايي طبابت یوه مهمه برخه بلل کېږي. دغه شراب په یوه کال کې چمتو کېږي او د موږک بچي پکې استعمالېږي. خو دا د خوړو پر ځای د درملو په توګه ډېر استعمالېږي او د ځیکر یا ساه لنډۍ ناروغانو ته ورکول کېږي.
د کب مني(روسیه)

د عکس سرچینه، Getty Images
روسیه کې د مولوکا په نامه خواړه د کبانو له منویه مادې چمتو کېږي او پکې هغه رطوبت کاروول کېږي، چې د کبانو نسل ډېروي.








