د قطر چارواکو او د ملګرو ملتونو استازي پر افغان سوله څه سره وویل؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
قطرۍ ورځپاڼه ګلف ټایمز لیکي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو قطر ته تللی او هلته یې د افغان سولې او په دې برخه کې د کیدونکو هڅو په اړه له قطري چارواکو سره کتلي دي.
ورځپاڼې که څه هم په دې اړه ډیر تفصیل نه دی ورکړی خو زیاتوي د افغانستان لپاره د قطر استازي مطلق بن ماجد القحطاني له نوموړي سره د سولې په اړه د خبرو ترڅنګ په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو او د دوه اړخیزه همکاریو د پراخوالي په اړه هم خبرې کړې دي.
ورځپاڼه زیاتوي د ملګرو ملتونو استازي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند او سولې په برخو کې د قطر د هڅو مننه کړې ده.
ډيپلوماټ:

د عکس سرچینه، khamenei.ir
ډیپلوماټ مجلې د یوه مطلب لیکوال پوښتنه کړې چې ایا د افغانستان او ایران اړیکي مخ په غوړیدو دي؟
لیکوال وايي ایران ظاهران هڅه کوي په افغانستان کې مثبت رول ولوبوي او په دې سره د نړیوالو پام ځانته را واړوي او له ګوښیتوبه ځان وژغوري او له بل لوري افغانستان سره د ر اکړې ورکړې له لارې خپل اقتصاد ورغوي.
د دې مطلب لیکوال په دې نظر دی چې په تیر جون میاشت کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ایران د ولسمشر حسن روحاني کتنه ښايي د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو کې شته تتوالی له منځه یوسي، هغه تتوالی چې لاملونه یې له طالبانو د ایران ملاتړ او د هلمند سیند د اوبو پر سر د نظر اختلاف دی.
په مطلب کې وړاندې ویل شوي چې د اقتصادي همکاریو بله برخه د چابهار بندر فعالول دي او دا هم شونې ده چې دوه اړخیزه همکاري امنیتي برخې ته وغځول شي، ځکه ایران له نړیوال ګوښه والي ځان ژغوري او افغانستان غواړي طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.
د لیکوال وروستۍ خبره دا ده چې که دواړه هیوادونه له خپلو ګډو ګټو کار واخلي نو شونې ده چې د کابل او تهران ترمنځ اړیکي په را تلونکو څو میاشتو کې ډیر ښه شي.
واشنګټن پوسټ:

د عکس سرچینه، AbdurahmanNoorizada
واشنګټن پوسټ لیکي چې د بښنې نړیوال سازمان په کابل کې د زدکړې پر یوه مرکز برید جنګي جنایت بللی.
د سویلي اسیا لپاره د دغه سازمان مسوولې سمیرا حمیدي ویلي قصدا پر ملکي وګړو برید کول جنګي جنایت دی.
د هغې په وینا دا برید ښيي چې په افغانستان کې امنیتي ننګونې څومره لویې دي.
د بښنې نړیوال سازمان په حواله د واشنګټن پوسټ دې راپور کې ویل شوي د کابل د وړمې ورځې پیښه د افغانستان ګاونډیو او هغو اروپايي هیوادونو ته یو پيغام و چې کډوال په زور افغانستان ته استوي.
ډیلي ټایمز:
پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼه خپله سرمقاله له طالبانو سره د القاعده ډلې اړیکو ته ځانګړې کړې او زیاتوي په دې اړه ملګري ملتونو یو رپوټ خپروي او دا رپوټ داسې مهال خپریږي چې د ورځپاڼې په وینا امریکا او طالبان د خبرو دویم پړاو ته تیاری نیسي چې شونې ده راتلونکې میاشت تر سره شي.
ورځپاڼه لیکي طالبان له القاعده سره اړیکي لري او له داعش ډلې سره په جګړه کې ورسره مرسته کوي.
ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په حواله لیکي چې القاعده لا هم د لویدیځو هیوادونو د امنیت او په افغانستان کې د سولې په وړاندې یو خنډ دی.
ډیلي ټایمز له طالبانو سره د امریکا د خبرو راتلونکي پړاو په اړه لیکي چې له طالبانو سره خبرې باید یو اړخیزې نه وي په دې مانا چې سیمه ییز لوبغاړي باید پکې له پامه ونه غورځول شي.
ګارډین:

د عکس سرچینه، Reuters
ګارډین ورځپاڼه لیکي چې د چین پوځي فعالیتونو کې زیاتوالی راغلی، له دې ډلې یې د ستراتیژیکو بم غورځوونکو الوتکو تمریناتي الوتنې زیاتې شوې دي.
ورځپاڼه د امریکا د دفاع وزارت د یوه رپوټ په حواله لیکي چې په دې وروستیو کلونو کې د چین پوځي فعالیت او د ستراتیژیکو الوتکو د تمریناتي الوتنو پراخوالی ښايي له دې امله وي چې د امریکا او د هغې د ملګرو هېوادونو له خوا د ممکنه بریدونو په وړاندې تیاری ونیسي.
ګارډین لیکي د پنټګان رپوټ زیاتوي، چین په دې وروستیو کلونو کې خپله دفاعي بودیجه هم زیاته کړې او تیر کال ۱۹۰ میلیارده ډالرو ته رسیدلی.








