په غزه کې ۳ لاریون کوونکي وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
په غزه تراړه کې روغتیایي چارواکي وایي، د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې ۳ فلسطینی لاریون کوونکي وژل شوي او شپاړس نور کسان ټپیان دي.
له سیمې رپوټونه وایي چې د جمعې پر ورځ ګڼ شمېر فلسطینیانو یو ځل بیا د اسرائیلو پولې ته نږدې لاریون وکړ.
اسرائیلي ځواکونه هم مني چې پر هغو خلکو یې ډزې کړي چې د دوی سرحدي ځواکونو پر لور یې حرکت کاوه.
د تېرې جمعې پر ورځ هم په همدې سیمه کې پراخ لاریونونه وشول.
هغه مهال د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې ۱۶ کسان وژل شوي وو او تر ۱۰۰۰ ډېر ټپیان وو.
ویل کېږي چې په پنځو نورو سیمو کې هم اسرائیلي ځواکونو د لاریون کوونکو پر ضد اوښلن غاز کارولی.
فلسطیني لاریونوال وایي، بې ځایه شويو کډوالو ته دې هغو سیمو ته د ور ستنېدو اجازه ورکړل شي چې اوس د اسرائیلو خاوره بلل کېږي.
خو د اسرائیلو د حکومت یوه ویاند پر حماس ډلې تور لګولی چې د غزې اوسېدونکي یې را پارولي چې پولې ته نږدې پر اسرائیلي وګړو بریدونه وکړي.
د حماس ډلې اعلان کړی چې په پرله پسې توګه د شپږو اوونیو لپاره به د فلسطینیانو پر خاوره د اسرائیلو د قبضې پر ضد لاریونونه کوي.
یادې ډلې د لاریونونو دې لړۍ ته "د بېرته ستنېدو لوی مارچ" نوم ورکړی دی.
حماس وایي، فلسطینیان خپلو هغو سیمو ته د ور ستنېدو حق لري چې د ۱۹۴۸ کال تر جګړې وروسته اسرائیلو پرې قبضه کړې وه.
خو د اسرائيلو حکومت دا دعوه ردوي، او تور لګوي چې ترهګر غواړي د لاریونوو په ترڅ کې د اسرائیلو خاورې ته ننوځي.
د اسرائیلو د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې که هر څوک د سرحدي پوستو پر لور حرکت وکړي، خپل ژوند به په خطر کې اچوي.










