سعودي کې د ښځو لومړنۍ "شرعي" ځغاسته

سعودۍ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په سعودي عربستان کې د ښځو د ځغاستې سیالي مخینه نه لري.

د سعودي عربستان احساء ښار کې په لومړي ځل د ښځینه "شرعي" ځغاستې سیالي وشوه، چې ګډونوالو مېرمنو ته د لوی کمیس او حجاب په څېر د شرعي لاښونو مراعاتولو شرط ټاکل شوی و.

دې مسلې پر خواله رسنیو عربي نړۍ کې تاوده بحثونه پارولي، ځینو یې هرکلی کړی، نورو یې مخالفت.

په دې سیالۍ کې سعودۍ مزنة النصار د درو کیلو مترو واټن په وهلو سره د بېلابېلو هېوادونو د ۱۵۰۰ نجونو په منځ کې لومړی مقام ګټلی.

النصار ګلف نیوز ته ویلي، هیله لري د توکیو ۲۰۲۰ اولمپیک سیالیو کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي.

په پام کې ده چې د سعودي لوېدیځ مکه مکرمه کې هم راتلونکې میاشت د ښځو د ځغاستې ورته سیالي وشي، چې سمبالوونکي یې وايي، ټولې ګډونوالې باید "شرعي لارښوونې" په پام کې ونیسي.

د سعودي عربستان "عکاظ" ورځپاڼې ویلي، د ښځو د ځغاستې راتلونکې سیالي به د راتلونکې اپرېل میاشتې پر شپږمه د مکې ښار په یوه سرپټي لوبغالي کې وشي.

د سیالۍ یوې سمبالګرې عبیر عبدالوهاب ویلي، د ښځینه ځغاستې سیالۍ ته یې له چارواکو رسمي اجازه ترلاسه کړې ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

دا زیاتوي، ګډونوالې باید تر ۱۸ کلونو لوړ عمر ولري او بریالیو نجونو ته به د سرو زرو، سپینو او برونزو جایزې ورکول کېږي.

سعودیانې

د عکس سرچینه، TWITTER

د عکس تشریح، په دې سیالۍ کې سعودۍ مزنة النصار د درو کیلو مترو واټن په وهلو سره د د بېلابېلو هېوادونو د د ۱۵۰۰ نجونو په منځ کې لومړی مقام ګټلی.

په سعودي عربستان کې د ښځو د ځغاستې سیالي مخینه نه لري.

د تېرې شنبې په ورځ هم د سپورت اړوندو ادارو د سړو د ځغاستې یوه سیالي چمتو کړې وه، چې سعودي کې د بېلابېلو هېوادونو او سعودیانو ۲۸ زره کسانو ګډون کړی و.

په وروستیو کې واک ته د سعودي د پاچا سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان تر رسېدو وروسته ځینې محدودیتونه سپک شول.

د سعودي دودیزه ټولنه کې له لسیزو راهیسې د حکومت له خوا دودیز قوانین پلی کېږي، چې وړاندې ښځو ته د موټر پر چلولو، ټاکنو کې د ګډون کولو او حکومتي څوکیو ته پر نوماندېدو بندیز و، خو اوس ښکاري ورو - ورو دا بندیزونه په پورته کېدو دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د سعودي عربستان چارواکو په تېره جنورۍ میاشت کې د هوايي ټرافیک د کنټرول په موخه د سعودي هوايي ډګرونو کې د ۱۴۰ ښځو د ګومارلو هوډ کړی.

په همدې میاشت کې سعودۍ مېرمنو ته د نارینه وو د فوټبال سیالیو کتلو په موخه لوبغالو کې د لوبو د کتلو اجازه ورکړه.