امل حجازي، له شوخو پاپ سندرو د پیغمبر تر ستایلو پورې

د عکس سرچینه، Amal Hijazi
د لبنان مشهورې پاپ سندرغاړې امل حجازي یوه نوې ترانه خپره کړې، چې پکې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ستاینه کوي. نوموړې پوره حجاب کړی او اصلي انځور یې پر خپل فېسبوکپاڼه خپور کړی.
امل حجازي په عربي نړۍ کې تر ټولو بریالۍ سندرغاړې وه، چې په تېرو څو لسیزو کې نوموتې سندرغاړې وه.
سږکال هغې د خپل شخصي ژوند مخته بېولو په پلمه له سندرو لاس واخیست، چې په وینا یې غواړي د یوې مسلمانې په توګه سندرې پرېږدي، چې په عربي هېوادونو کې یې میلیونونه مینه وال حیران کړل.
اغلې حجازي په ۲۰۰۱ کال خپل لومړی سندریز البوم خپور کړ او یو کال وروسته یې د 'زمان' په نوم دویم سندریز البوم هم بازار ته ویوست او د لبنان له پاپ سندرغاړو سره یوځای شوه.
هغه د یوویشتمې پېړۍ وروستۍ لسیزه کې عربي نړۍ کې تر ټولو مشهوره هنرمنده او سندرغاړې شوه.
د هغې 'زمان' په نوم البوم په عربي ژبه د موسیقۍ تاریخ کې تر ټولو ډېر پلورل شوی البوم دی. امل دا البوم په ۲۰۰۲ کال خپور کړ، خو په تېره سپتمبر میاشت کې یې اعلان وکړ چې د موسیقۍ او سندرو له نړۍ لاس اخلي.
هغې پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي: ''بالاخره خدای زما دعاء قبوله کړه... له کلونو راهیسې زه له یوې خوا په خپل هنر مینه وم او بل خوا مې خپلو عقیدوي او دیني تړښتونو ځورولم.. دې لانجې زما د ذهن د ننه څو کاله دوام وکړ، چې بالاخره خدای پاک خپلې لارې ته سیخه کړم''.

د عکس سرچینه، Amal Hijazi
د پاپ دغې سندرغاړې پر فیسبوک په حجاب کې خپل یو عکس خپور کړی او همدا یې د فیسبوک اصلي عکس ګرځولی.
د امل حجازي د پیغمبر د ستاینې وېډیو کابو اته میلیون ځلې کتل شوې او تر ۲۵۰۰۰۰ ځلې ډېره شریکه شوې او تر ۱۴۰۰۰ ډېرو خلکو تبصرې پرې لیکلې دي.
د خواله رسنیو کاروونکو د هغې دا ګام ستایلی. یوه فیسبوک کاروونکي ابو محمد الاسطل په عربي لیکلي: ''هغه څه چې دې ته روا نه وو، دا چې ښځه ''عورت'' ده ان که هغه په لمانځه کې هم وي، هغه باید د خدای له وېرې ځان پټ وساتي''.
زینب مسلماني بیا په انګلیسي خپله تبصره داسې لیکلې: ''خلکو راویښ شئ، هغه څه ستایل پرېږدئ چې خدای پاک حرام ګرځولي، هغه [امل] لارښوونې او هڅونې ته اړتیا لري. ولې زموږ دین ځینو ته ټوکې ګرځېدلی؟''
دینا میشک هم لیکلي: ''ولې تاسو پر هغې ښځې نیوکه کوئ، چې هغه څه کوي چې دین ورته لارښوونه کړې ده (حجاب مراعاتول او د پیغمبر مدح ویل).''











